آرشیف
ټولګډون حاکمیت یعنې څه؟
دوکتور صلاح الدین سعیدی
د ټولګډونه حاکمیت غوښتونو نکو ته دا وېل غواړم چې دا غوښتنه باید درسته تعریف شي!
ټول ګډونه حاکمیت چې ښایسته ښکاري عمل کې بې محتوا او غولونکی او یا ډېر ځلي او روستي جمهوریت کې د زور واکانو سره د غنایمو په تقسیم کې د شراکت بازار وو او دی!
ټولګډون او ېوډول مصلحتي حاکمیت چې ددې نامه لاندې حاکمانو زور ګویانو ته جزیه ورکول چې ترې آرامه شي او د سیاسي قدرت چوکۍ لا هم په هر قیمت ولري، نادرستې، دوکه او حتی ددغه نامه لاندې تباه کوونکې معاملې او حق تلفۍ وشوې! ېوشمېرو زور واکو ترې ښې ناروا ګټې پورته کړې!
دغه ببولالو شل کاله نتیجه ورنکړه او مبتذله بڼه یې د قانون له حاکمیته پرته او مصلحتي عملي شوه! په دې توګه دې نتیجې ته ورسېدو داسې ټولشموله او ټول ګډونه پر ځای باید د مشروع حاکمیت پر غوښتنه ټینګار وکړو! دغه برخه کې مو ډېر مستدل وویل او ولیکل چې:
او په دې توګه ټولګډونه حاکمیته، د قانون له حاکمیته پرته او مصلحتي حاکمیت او دیموکراسي!؟ مبتذله، د سوء استفادې موجب او حتی وحشي ده!
دده په پایله کې غیر متوازن اقتصاد ( د غیز متوازن اقتصاد بلاوې، تفاصیل – د جناب داکتر نوراحمد خالدي په عالی لیکنه کې – افغان جرمن آنلاین کې کتلای او اوستلای شئ!)، غلط کدري سیاست، د بهرنېو سفارتخانو او محلي قومندانانو حکومت او د هغوی کدری سیاست او … نورې بلاوې د جمهوریت او مردم سالارۍ نوم بد او پدې توګه شل کاله، د عصر غیر قابل تکرار فرصتونه یې ضایع کړل او لا هم په سپین سترګي د رهبرۍ او اتلولۍ مدعیان دي!
مونږ افغانستان کې مشروع حاکمیت غواړو چې قومي، ژبنیز او حزبی معیارونه د ملت په غیاب کې د بهرنېو سفارتونو او بهرنېو استخباراتي کړېو تصمیم نه بلکې د ملت د ارادې پر بنیاد، ېو وګړی ېوې رأې پر بنیاد مشروع حاکمیت، مشروع قوانین نافذ او د هغو اجراء غواړو!
مشروع حاکمیت کې ملت د بشري ماتې ګوډې دیموکراسۍ په چوکاټ کې اول نسخه او لاره غوره او د نسخې او لارې انتخاب نه روسته د هغه ريښتیني علمبردارانو د هماغه مشروع نسخې د تطبیق لپاره وګمارل شي! ګمارل څه، ملت ګمارلي، خو د کار فرصت ورکړل شي! دا باید سیستمي حل شي!
که قیاس مع الفارق نه وي، انسانان د نورو له تجاربو ګټه اخلي! انګلستان کې پاچا مکلف دی، هو مکلف دی، د هغه سیاسي ګوند رئیس ( هو رئیس) د هېواد صدراعظم و نوموي او دا رئیس دی خپل حکومت جوړولو باندې موظف شي چې د پارلمان د ۶۵۰ًرأیو نه یې ۳۲۶ رأېې په ټاکنو کې ګټلي وي! دلته پاچا ( جمهور رئیس ) ته انتخاب نه شته!
دا به افغانستان کې آسانه لار نه وي! خو له ېوه ځایه باید پېل شي!
د جمهوریت مبتذل ډول دا افکار او دا بشر ته ممکن ارزشونه، تر ډېره بې معنا او بدنام کړل! دا نیمچه او د ښو ارزشونو او مفاهیمو نه سوء استفادې شکل او لاقانونیت دغه برخو کې د ټول سالم فکر او ټول ارزش د بدنامۍ موجب شول! تفاصیل نور هم لرم!
داکتر صلاح الدین سعیدی
۷/۱۱/۲۰۲۵
نوشتن دیدگاه
دیدگاهی بنویسید
برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید.
مطالب مرتبط
پر بیننده ترین مقالات
-
سفر من از کوچههای دشوار کار تا افق روشن فریلانسنگ و آموزش
-
My Journey from Challenging Jobs to Becoming an English Lecturer at University
-
(افغان نیستم یا هستم) نباید به خصومت تبدیل شود
-
د هوا د مرغانو په ویشلو اختلاف!
-
به توجه مارشال دوستم و یاران وی که هر روز یک ائتلافی!؟ میسازند.
-
ائتلاف تازه رهبران پیشین؛ بازتولید گذشته یا گشودن راهی نو؟
مجلات و کتب
پیوند با کانال جام غور در یوتوب
صفجه جام غور در فیس بوک
Problem displaying Facebook posts.
Type: OAuthException
Subcode: 460
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور