X

آرشیف

 

عالی احساس با مفهومه ژوند باید همداسې وي، خو د زړه خواله او څو لنډې انتخابي ملاحظې:

– مونږ د ملي او اسلامي ارزشونو سره سم ژوند کوو! ددې ارزشونو لپاره ژوند نه کوو! 

– ⁠که له نظامه موخه او هدف حکومت وي نو بیا ټولشموله نظام او په دې توګه ټول شموله حکومت نړۍ کې، نه وه او  نه شته. 

نړۍ او ډېرو سیاسیونو دغه تأکید کې په تېرو ۲۰ کاله جمهوریت کې ځان او د نورو د غولولو هڅه وکړه او ډېر ځلي تېر ایستل. دا فکر دلته او هلته  همدا اوس خطاء ، دوکه او  خطا حوس کوي. 

دوی د ټول شموله حاکمیته تر نامه لاندې، قومي، ژبنیز، انحصاري مافیایی کورنی  او جیبي تجارت کړای او تجارت کوي! 

ملت او د ښه دولتدارۍ اصول یې نه مني. دلته د متمرکز او عدم متمرکز پوښښ له سره مطرح نه وه او نه دی!  

هغوی او یا د هغوی سفارتخانې، چې له بهره پر افغانستان  مسلط وه ، تر دغو خطاء افکار لاندې او ګواکې د تروریزم مقابل کې د مبارزې تر نامه لاندې په ملیاردونه دالر ( وینه او خزانه) په نادرسته ډول هدر او مصرف کړې او اکثرو خپل جیبونه  هم ډک کړل! 

رسمي کارونه یې پرېښودل او د ټیکه داران او قرار دادیانو تجارت یې د خپلو تېرو رسمي اړیکو تر تأثیر زر چنده پر درآمده او میلیونران شول. نه میلیون و نه د میلیونرانو سره دښمنی لرو. اما د ناروا، اختلاص، چور او چپاول سره مخالف ېو! ددې تخلفاتو اثبات کوم مشکل کار ندی او صرف ددړی موجوده دارایی دتېر په تناسب او مثلا د ورکړل شوې مالیې له لارې کاملاً ساده ثابتېدای شي او ثابتېږي!  

داخلي حکامو د خپل 

– ⁠ضعیف، پراشوتی او د همسایګانو او پردو پر لاس جوړ شوو حاکمیتونو تل دغه برخه کې قومي، ژبنیز او مافیایی کړېو ته جزیه ورکړه او خپله واکداري یې اوږده کړه او د شرم ځای خو لا دادی چې اوس هم پخواتی پروتوکول غواړي او دا نور ټول ورته د خپلې سطحې نه کښته خلک ښکاري او د ملت سره بحث او پر مسایلو د حل لارې لټول ورته کسر شأن ښکاري! په هره ناسته کې بر کېناستل خپل طبعي حق بولي او ېو شمېر یې لا بیا د قدرت د رسیدو د تکرار شخوند وهي. 

زه سره له دې چې ېووخت کابل کې قاضي وم خو، دلته ځان ته د قاضي د منصب او پر چا د حکم حق نه ورکوم ، څوک نه نفیه کول او د نفیې سیاست خطا بولم او خطاء وه او دی! 

زمونږه شته تجربې  داسې وایي: په داسې میکانیزم باندې توافق پکار دی چې هرڅوک ددې فرصت ولري، خپله برنامه او له بحرانه د وتلو لار او نسخه  وړاندې او د ملت انتخاب ته یې کېږدي ، چې مسلماً دا د سیستم سازي پروسه باید له ېوه ځایه پېل شي او لازمې تابیاوې ورته نیول شي! دا ېواځې په ښې ارادې نه کېږي، مسلکي پوهه او سیاسي تقوا هم غواړي! ملت د لاراتوار خرګوش نه دی چې د ېوه چا مختلفو تحربو ته منتظر پاتې شي!  د مثال په توګه بې تذکرو ټاکنې نه کېږي! او هند کې ټاکنې درې میاشتې دوام کوي! او … 

 

که له ټول شموله نظام او حاکمیته مراد ، ېو وګړۍ، ېوه رأیه، د ملت او عقیدې سره سم د ملت د انتخاب پر معیار حاکمیت او د بشریت مثبتې پر مخ تلل تجاربو مثبته ګټه اخیستل وي او داسې ملت سالاره، متداول، مشروع حاکمیت ته کار کول وي نو بیا درسته ده. 

مونږ چې د ملت  د انتخاب خبره وکړو، په دې خاطر چې بشریت له دې پرته  عالم اسباب کې د تمامو کمبودیو سره، بل کوم میکانیزم نه لري. او په دې چوکاټ کې شته کمبودۍ په ښو او مدرنو قوانینو محدودیدلای شي! 

د قانون او د ملت د ارادی د انتخاب خبره د جان کیري د  انتخابات مردود شمېرو او د سیکولار نظام او د عقیدې او ددین نه د خپل روایت تحمیل نه منو، نو بیا را غبرګ کړي چې وخت راکړئ! دا څومره وخت او ولې همدای خبر علني او موثقه نه کوي؟! 

د خپل د روایت عدم تحمیل معنا، پر خپل روایت بې باوري هم نه ده! 

د متداول مشروعیت اساس بل الترناتیف او قایمقام نه لري! 

او هو 

امنیت هغه وخت امنیت دی، چې حاکم او ملت دواړه د مشروع ، نافذ قانون په تطبیق مکلف او دواړه د عدالت پر وړاندې برابر وي! 

د امر بالمعروف و نهی عن المنکر   فرمان شتون او د اجرااتي چوکاټ، حدود او ثغور مدون نه شتون د تخلف او سوء استفادې فرصت ورکوي چې د اجرااتی چوکات، حدود، ثغور او ظرفیتونو له ایجاده پرته پر هغه ټینګار د تخلف او د محتسب لپاره د سوء استفادې پراخه لار پرانیزي! او تخلف لپاره زمینه سازۍده! ددې اجرااتی تدابیرو پرته او د فعال کنترول میکانیزم پرته د هغه تحمیل او د غیر مسلکي افرادو له خوا خپله بل جرم او تخلف ته زمینه سازي، ده. 

محتسب که دوه ورځې د محتسب په یوجانبه تشخیص د تخلف د دوه ورځني توقیف حق لري، دااسې متخلف چېرې  او د چا په  واسطه او پر کومو امکاناتو او کوم ځای کې ساتل کېږي!؟ 

مهمه برخې د خبر هیره نه کړو چې د محتسب کار د عاجل او مباشر منکر!؟ د رفعې او دفعې عامل دی، نه د هر ېو! نورمال ورځني تخلفات او عاجل حالات له کومه پېلیږي او مشخصات یې څه او څارنوالي او قضاء، پولیس او نور امنبتی ادارې څه مصروفیت و ددوی تر منځ د صلاحیت حدود او ثغور چېرې تعریف شوي؟! 

بله دا چې د 

د نر او ښځې د رسالت تساوي نه شته! ښځه او نارینه په ټولنه او کورنۍ کې ځان ځان ته رسالت لري. 

ښځو ته د مردانګۍ خطاب، ښځو ته توهین دی! 

ښځه ښځه ښه ده او نارینه نارینه! 

دواړه د الله ج مخلوق او د انسان ستر مقام لري. د ښځې له لمنۍ انسان معراج ته رسیدلای. 

زمونو مشکل او یا مشکلات له اسلامه په نیمچه فهمۍ او د آزادۍ او دیموکراسۍ په غلط او نیمچه فهم کې دی! 

د آزاد اقتصاد بازار کې افراط او تفریط خو مستقل، اوږد بحث دی! 

مباحث زیاد خو اوس همدا!

 

داکتر صلاح الدین سعیدی 

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸

۲۲/۵/۲۰۲۵

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.