آرشیف
نادرسته او غیر بنیاد غوښتنې!
دوکتور صلاح الدین سعیدی
ېوشمېر لیکي او وایي: جنکو ته زده کړې، د تعلیم او کار حق او ېو شمېر ورته نورې غوښتنې له طالبه لرو، نور څه نه غواړو!ً
دا تمرکز او داغوښتنې له چا چې خپله متداول مشروع حاکمیت نه دی او د ټوپک په زور راغلای د ستاسې او د نړۍ له تېروتنو شمېرل کېږي!
زمونږ مشروع او ملت سالاره حاګمیت بنیادي غوښتنه ده!
دا نور هسې فرعي خبرې دي!
طالب که باور او عقیده لري چې جنکو ته تعلیم او کار نه شته، نو ولې به بل او د دالرو لپاره له خپلې عقیدې تنازل او تېرېږي!؟
له طالبه دا غو ښتنه او ددې تنازل عملي کول خطاء وه او دي! همدا ده چې نتیجه نه ورکوي!
مونږ او نړۍ ته په کار ده، چې طالب ته وواېو: ته څوک او په کوم مشروعیت، داخپل سپین او خپل روایت زما پر لور تطبیقوئ!؟
ته اول ځان مشروع کړه، بیا که دې بریا تر لاسه شوه، د حکومت پر وسایلو ټول مکاتب وتړه!
طالبه ته اول ماسره ټولنې کې د ژوند په اصولو د اسلام د مقدس دین له اصولو سره سم، توافق او ملی سند ( اساسی قانون- اساسي د حکومتولۍ بنیاد) توافق وکړه او بیا دې خپل روایت له دینه ملت ته وړاندې او زه به خپل روایت وړاندې کړم که دې وېوړله، بسم الله، عملی یې کړه! اوس خو د ټوپک او د بمب بوشکې زور دی او دا د پېل لپاره انقلابی تغیر ، ېو منطق شته، خو ددې انقلاب اوږدول ، ۴ کاله او ۴ کاله د مدون قانون په تعلیق کې ژوند، له سره د منلو نه دی!
وایي امنیت دی! د پخوا په شان مرګ او ژوبله نه ده! الحمد لله او مونږ یې هم استقبال کوو، خو
امنیت او عدالت هغه وخت وي چې: وګړي، ملت او رعیت ته له مخې معلومه وي که سړک کې د سرې اشارې تېر شوم، ترافیک مې لس څپېړې وهلای شي. ترافیک راته سل افغانۍ جریمه راکولای شي!
خو که دا قاعده او د هغه د اجرایی بخش اوصول او قواعد نه وي روښانه او ترافیک مې څملولای او د لغتو سره مې له جیبه ، جریمه واخلي او والي د متخلف ژونالست اول وډبوي او بیا کور ته ېوسي…. نو دې ته وایې قانونیت او امنیت؟
آیا باغ وحش کې د مدني حقوقو پرته د هر چاقفس معلوم او زندان کې هم دا امن وي، نو دې ته امن ویلای شو؟
ځواب: له درې سوو نه روزانه قتل او شهادت اوس ۳ تنو ته راکښته شوې او رسیدلای، دابهتر حالت دی! هو درې کسه کم او دا د خوشالۍ ځای دی!
خو مونږ مدني حقوق او آزادۍ غواړو؟ ځواب : هماغه چې مو جمهوریت کې د امن د کور په شان عملي کولې!؟
نه هغه نه غواړم! د اسلام د شریعت په چوکات کې، د ستا د روایت سره، زما د روایت پرتله او د ملت له انتخابه روسته د توافق شوي قانون په چوکاټ کې، عمل غواړم! دا پروسه ده او دې ته کار کول په کار دي!
ښه ته د جان کیري ټاکنو تکرار غواړې!؟
نه، زه د عمري عدالت تر سیوري او نړېوال نظارت تر څنګ د ېوه وګړي، ېوه رأې د مشروع حاکمیت او قانونیت پلي کول غواړم، کوم کې چې د قوم او ژبې تاجران او د جان کیري انتخاب نه وي!
زه ، ملت ، حق، عدالت د مسلمان، مجاهد او افغان اتل ملت انتخاب داسې وي چې سیستم فعال و هر ۵ کاله ملت بیا او بیا د انتخاب حق ولري!
ښه ته طالب نفیه کوئ!؟
نه زه هیڅ څوک د تېرو چارواکو په شمول، نه نفیه کوم او د هغوی تحمیل او تکرار هم نه منم! هغوی ته د وطن د ېو وګړي په توګه د رأې ورکولو د فرصت حق غواړم او طالب نه نفیه کوم! طالب خو همدا اوس ملت او د هغه اراده په دې نفیه کوي چې د خپل روایت په نظر د کتاب الله او سنت رسول الله ص نطبیق کوي او زما روایت له دې برحقو اصولو نفیه کوي!
د نفیې له سیاسته ، تیراني او مطلق العنانی په فکر او عمل کې لاس اخیستل په کار دي!
تر هغه چې دغو پورته او ورته اصولو ته ونه رسېږو، پرې توافق او عمل ونه کړو، جګړه، غمیزه او تراژیدي به ادامه لري!
انتخاب ستاسې!
و ماعلینا الا البلاغ المبین!
داکتر صلاح سعیدی
۲۰/۰۹/۲۰۲۵
00447886474638
نوشتن دیدگاه
دیدگاهی بنویسید
برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید.
مطالب مرتبط
پر بیننده ترین مقالات
مجلات و کتب
صفجه جام غور در فیس بوک
Problem displaying Facebook posts.
Type: OAuthException
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور