آرشیف
له سره څه ویل غواړم؟
دوکتور صلاح الدین سعیدی
هو جناب ملابرادر صیب او هو په عام ډول، سلیم عقله او هو د مثبتو تجربو او پوهې خاونده، منم او پوهېږو چې د شته فرصتونو د لاسه ورکول ستر ګناه وه او ده او تر اوسه داسې فرصتونه یا په سرتمبه ګۍ، یا جهالت او غرور او یا د شخصي او یا د پردو د ګټو د ساتلو لپاره ډېر ښه فرصونه له لاسه تللي او زمونو خلک د سترو تراژیدیو او بحران سره مواجه کړی شوي!
د تر لاسه شوي فرصتونه د لاسه ورکول جبران نه لري!د تر لاسه شوو فرصتو هدر کول دنیوي او أخروي مواخذه لري! اوس اوس په ښکاره ووایم دا طالبان دي چې باید له سرتمبه ګۍ لاس واخلي!
د خلکو سره د استکبار او د هغه روایته لاس واخلي چې( الحق لمن غلبه – حق د غالب سره دی)! دا د دولتدارۍ او حق پوهه خطاء وه او ده! په زور کلي نه کېږي او طالب یې په زور کوي! افغانستان ته د طالب لخوا د افغانانو د بیرته ستنیدو برنامه د ددې افغانانو د تسایمېدو برنامه ده او د افغان لپاره د معقول نظر، مشروع حاکمیت نظر له سره مطرح نه دی!
راشه، بیعت وکړه، تسلیم شه او څوعکسونه به واخلو، بند امیر ته به لاړ شې او بیا ختم!
داسې نه کېږي!
دا ددې په مانا نه دی چې د قومي ژبنیز، پردو استخباراتی او د جمهوریت چارواکو ته چې تیره کې مقام درلوده بیا مقام ورکړل شي او یا محروم شي!
د مقام ورکولو او اخیستلو مشروع لارې شته!
لویه جرګه په عنعنوي ډول اول د تصمیم مرجع ګڼل دوکه ده او لویه جرګه په عنعنوي ډول ېواځې د تاریخ یوه برخه ده!
لویه جرګه د جمهوریت په اساسي قانون کې تعریف شوې او دلته بیا د لوې جرګې دقیق او منل شوي تعریف باندې د ېوشمېر مخکښانو لخوا پوره په تفصیل کار شوای او وجود لري!
تأریخي جرګو او مرکو کې نهایی تصمیم نیول غولونه ده او د جمهوریت دور کې دا دوکې وشوې!
دا جرګې او مرکې صرف د تفاهم د پېل خبره کولای شي او دا جرګې نباید د قومي او ژبنیز اسلام ضد او تمدن ضد تجارت ته لمن وهلو ته ونه کارول شي! داجرګې زمونږ په یاد دغه منفی جوانبو ته لمن وهلې او قومي تاجران پر ټولنه او واک تحمیل کړي!
داتهدددغه نامه لاندې افغاني ضو ، اسلامی ضد او انساني وحدت ماتولو ته سوء استفاده شوې او کېږي!
دلته اسلامي ټولنه او اسلامی ارزشونه د ملت غوښتنه ده او ( ان شاء الله تعالی ) وي به!
مونږ سیکولار نظام او ملاشاهی مردود ګڼو!
تمامیت خواهی او ټولواکي د منلو نه ده… ( تفاصیل لرم).
نو دا زه له سره څه ویل غواړم؟
د جنګ او جګړې ختمول او افغانستان کې د واقعي امن او ټیکاو خبرې او هڅې ېوې سترې بستې او هر اړخیز کار ته اړتیا شته چې په سر کې یې د افغان مجاهد او مسلمان قاطع اکثریت له غوښتنو سره سم د اسلامي ارزشونو سره موافق حاکمیت ته د مدونو مشروع قوانینو په چوکاټ کې د عام منل سوو انسانی اصولو سره سم هر اړخیز کار او فضاء برابرول دي! او دا په تعهد او عمل، مسلکي پوهې کېدای شي!
د ښه مدرنو قوانینو تسود، مشروع او مدون تنظیم او د تطبیق پوره نظارت!
په توېو شو شېدو ژړل او د هغو په یاد وخت تېرول نه کېږي اما په یا یې لرل او د هغو عدم تکرار ضرورت او اړین دي!
افغانستان کې اول باید دغه اهدافو او موخو ته سیستم ایجاد او فرصت ورکړل شي، او دې ته رسېدل اوس اوس په عالم أسباب کې د طالب د موجوده حاکمیت په لاس کې دی! طالب حاکمیت که ځان اصلاح نه کړي، افغانستان به د سترو بحرانو سره مواجه کړي!
دې ته باید کار وشي چې څنګه دا ملت سالار شي؟
دا ممکنه ده چې د تفاهم، د ملت د مشروع حقوقو او وحایبو، روغې جوړې، تنازل، خیانت او داسې نورو مفاهیمو درست تعریف، حدود او ثغور په درسته توګه روښانه کړای شي!
تفاصیل لرم- ادامه لري
داکتر صلاح الدین سعیدی
۲۸/۱۱/۲۰۲۵
نوشتن دیدگاه
دیدگاهی بنویسید
برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید.
مطالب مرتبط
پر بیننده ترین مقالات
-
سفر من از کوچههای دشوار کار تا افق روشن فریلانسنگ و آموزش
-
My Journey from Challenging Jobs to Becoming an English Lecturer at University
-
(افغان نیستم یا هستم) نباید به خصومت تبدیل شود
-
د هوا د مرغانو په ویشلو اختلاف!
-
به توجه مارشال دوستم و یاران وی که هر روز یک ائتلافی!؟ میسازند.
-
ائتلاف تازه رهبران پیشین؛ بازتولید گذشته یا گشودن راهی نو؟
مجلات و کتب
پیوند با کانال جام غور در یوتوب
صفجه جام غور در فیس بوک
Problem displaying Facebook posts.
Type: OAuthException
Subcode: 460
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور