X

آرشیف

 

مسلمانو  ورنو او خویندو السلام علیکم و رحمه و یرکاته

اسلامي واحد سیاسی زعامت او امارت اصل  دی. واړه  سیاسي جوړښتونه  په اصل کې نه شته، اما عملاًګورو چې شته! 

زما سفارښت او  دیني لارښوونه: 

اسلامي فقه کې د اقلیم موضوع او اوږد بحث شته، خو دلته یې نهایی کول ګران دي! 

نو: 

هرمسلمان  چې په هر اقلیم کې فعلاً فزیکی حضور لري  او دی ، د هماغه امیر او حاکم د فتوی سره سم دې د عرفې او لوی اختر مراسم پر ځای کړي! 

 

غیر مسلم هېوادو کې میشت مسلمانان او افغانان دې د سعودی عربستان در علماوو فتوې ته اساس ورکړي او د هغو د مفتیانو د فتوی سره سم عمل وکړي! 

 

د اسلامی هېوادو حکامو ته لازه نه ده او په کلکه سفارش کوم چې، د خپلو سیاسي خود خواهېو او اغراضو لپاره داسې اقدامات ونکړي چې د مسلمانانو او اسلامي امت د لاتفرقې او تمسخر،او عداوتونو موجب شي او دا  مسایل  باید د اسلامی نړېوالو مجموعو او نړېوال  اسلامی کنفرانس په چوکاټ کې لا پخوا حل کړي وای او حل  کړي! 

د ګډو فیصلو او فتاوواوو متخلف هېواد  ته دې متقابل محدودیتونه  وضع او تحمیل شي! 

که نړېوال جهانی  اسلامي جوړښتونه دا هم نه شي توافق کولای ، د فلسطین مسئله خو لا پريږده، نو بیا دداسې بې کفایتو ساختارونو وجود اصلاً منتفی کېږي. 

و من الله التوفیق

دوکتور صلاح الدین سعیدی 

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸  

 

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب