آرشیف
سیاسي ګوندونه او اسلام!
دوکتور صلاح الدین سعیدی
د سیاسی ګوندو منع د سیاست له علمه د بېسوادۍ او دجبروتي او د تیراني مطلق العنانه فکر د شتون له وجهې، او په ساده منطق د کار د آسانه کولو له وجهې او په بنسټیز ډول د کبر ، استکبار او د جهالت له وجوهو کېدای شي!
ددې اوږد بحث ټولې خواوې څېړل د ېوې دوکتورا د تېزس موضوع کېدای شي، اما لنډ او تلګرافي!
ددې پوهې او نظر پایلې مونږ ته د توتالیته کمونیستي سیاسي سیستمو او فکري اوږدو په تأریخ او اوس کې پیژنو، ناکام او تراژیک عواقب یې راته هم مالوم دي. له دغه سیاسته د سیاسی ګوندو د مطلق منع کولو منطق چې ملت سالاري او زمونږ حالت کې د مسلمان، مجاهد ملت د انتخاب فرصت د ملا، عالم، طالب او د ټولنې د مخکښانو د شتون او زما د ټولنې د اکثریت مطلق د شتون او د هغه داسلامي ارزشو د اصولو سره سم مطالبات او انتخابات د انتخاب منعه کول و لو د جهالت او بدو تجربو د شتون له امله د قبول وړ نه ده! د ښو قوانینو او د احزابو د خود ګردانه ادارو په ایجاد شته ممکن منفی تشویشونو د مهارولو موجب ګرځي او منفي جانب انډول یې د مثبت جانب د مقایسې برخه کې د مقایسې او مقارنې وړ نه دی!
په یقین سره د سیاسي احزابو او ګوندونو د شتون اجازه او د هغوی قانوني مهارول، په ښو قوانینو، ښکاره لوړ والی او ثابت دی!
که د سیاسي احزابو د داسې تیراني او مطلق العنانه فکر تطبیقاو عملي شي نو چې دا کار حاکمیت پیچلای کوي او د صحرایی محاکمو او دیکتاتوري و لو ددوی په فکر عادل منطق تحمیلوي او وایي، چې پارلمان، وکیل د سفارت او تخلف لامل او ناشایسته کس چې پر تقلب راغلای سیستم مبتذل کوي! خو دا ابتذال او د ملت په حاکمیت ملنډې وهل په نیمچه فهمۍ او له سیستمه سوء استفادې کې دی، نه په اساس کې! هو دغه مبتذل جوانب به اصلاح غواړي اما بنیاد نشي نفیه کولای او نه شي ړنګولای او دا فسخ نه ده پکار!
د منفي انحرافاتو شتون کې د ټولو موجوده دا تشویشونو په ښه قوانینو حد اقل کول او د ښو، مدرنو اسلامي قوانینو شتون او مرعي الاجرا کول، انحرافات حد اقل ته رسوي او یا هم منتفی کوي!
هو دمسلمان انتخاب به ددغه قواعدو په وجود کې د خطاء امکان حد اقل کړي!
ددې تأکید د شتون اطمینان چې: زما امت په خطاء اجماع نه کوي! … هم زمونږ سند دی!
پارلمان او د مسلمان انتخاب په اسلامي ارزشو ولاړ انتخاب کې قاعده داده چې په هغه مواردو کې چې شرعه ښکاره ده، انتخاب او ټاکنې نه شته! صریحو مواردو کې دیني ارزش او انتخاب ورکړل شوای او هغه په صریح نص او صریحه فتوې کې شته او هلته د ګوند، مسلمان او ډلو مخالف انتخاب امکان او فرصت نه شته! ېواځې د مختلفو فتاواوو تر مېنځ د مناسبې فتوې انتخاب دی!
د شورای مصلحت نظام او د اسلامي مرکزي شوراء شتون او دهغه صلاحیتونه او د اساسی قانون د حفاظت د شوراء شتون او د هغه صلاحیتونه، دا ټول هغه میکانیزمونه دي چې د قانون جوړونې اداره د قبول شوو اسلامي اصولو په چوکاټ کې د انتخاب حدود ځانګړې کوي او تنظیموي!
د یک حزبي سیاست د منطق ملاتړ د مدرنو قوانینو په چوکاټ کې د سیاسي گوندو د تعدد د جواز او اړتیا برخه کی ، د کلی هغه بیسواده سیاسی، بی سواد علمی خبرې له سره خطاء منطق چې د ګوندونو دتعدد د منع حکم کوي، د ټقابل په پایله کې د انکشاف فرصت د لاسه ورکول دي او داذموقف حد اقل در تاسف وړ موضع او موقف دی! د داسې افکارو علمبرداران او داسې کس او داسې موقف ټولنه د انحطاط خواته وړي!
داسې کسان له سره په خبره نا پوه ښکاري. ددوی منطق دې ته ورته دی چې: هغه شفاخانه کې چې د بې کفایتېو له کبله او یا نادانۍ او جهالت له کبله او یا عمدي، سړی ، کس او رنځور معیوب او یا مړ شو ، نوشفاخانه لغوه، طیاری سقوط وکړه، موټر تصادم وکړ ، معلم او طالب د شاګرد سره تخلف وکړ نوطیاره او موټرلغوه او طالب ممنوع دي؟ نه له سره نه دی!
پر سپینه تکه اود لااله الا الله محمد الرسول الله تر کلیمې لاندې که څوک حق تلفی وکړي، نو ( العیاذ بالله ) څوک ددې حق نه لري چې سپینه تکه ممنوع، توهین او یا مقاطعه کړي!
داسې نورې ببولالې او د افراط او تفریط تأکیدات مردودې او نادرسته بې منطقه ببولالې دي!
زمونږ کلي ته بیاله له کومې لارې او په کوم قیمت راشي؟ زما حزب او زما د سازمان خلک وایي د بر ګدر له لارې د محمدخان په کلي راشي بهتره او په دغو دلایلو بهتره ده! د هغه بل ګوند وایي د قوچ تېپې کانال د اوبو رسوبات پیدا کوي او نورې تپې نړوي، زه د هغه پرځای دغه بله پروژه اول اجرا کوم او په لږو پېسو او … نو ای ملته ستا څه نظر دی؟
د اوبو او زمکې متخصصه ستا څه نظر دی او دلیل دې څه دی؟
او ملت انتخاب کوي!
سیاسی ګوند مافیایی، ټوپک ماره، د جیب، قوم، سمت او د ېو سمت د افکارو دمشترکاتو ډله نه ده!
د جنایی او پر اېشچي د تجاوز ډله نه ده! سیاسي حزب، ګوند او سازمان هیتلري فاشیستي ډله هم نه ده!
حزب او سازمان، ټاکنې او د اساسي قانون د انساني مثبتو تجربو او زما په حالت کې ددمسلمان مجاهد ملت د ارزشونو سره سم مهار شوای، له پاسه او کښته د مهار شوي اونظارت شوې حرکاتو ، ډلې او ارزش سره سم ارزش او جواز دی!
د دولتي او د سیاسي احزابو خود ګردانه ساختار په قانوني چوکات کې د حزب حرکات کنترول او نظارت کوي، د اداري حکم د صدور په صورت کې د ګوند او حزب د ممکنو تخلفاتو په صورت، متضرر جانب خود ګردانه د احزابو ساختار او قانون ته د مراجعی او د مرافعه طلبۍ فرصت او خپله اداري مرجع د خپل حکم د تصحیح فرصت ( اوتوریمیدوره) او د نهایی حکم دصدور تر وقته دسیاسی ګوند د فعالیت د جاري ساتل کېدو امکان او د جواز د تعلیق فرصت او د حزب مشرتابه ته د غیر عمدي انحراف په صورت کې د اداری حکم او یا د محکمې لخوا دزمانی فرصت او … ورکول او ټول دغه موخو ته د مدرنو قوانینو کې حل شوې لارې او بیا دا ټول نسبي حالتونه اودمطلق عدالت فرصت د الله تعالی دربار کې او د بشري ټولنه کې د مطلق عدالت نه شتون!
او د نسبي اړتیاو بحث دا حکم نهایی کوي چې ېوګوندي فکر خطاء او د منلو وړ نه دی!
بحث اوږد خو همدا تلګرافی تاکیداتو باندې کفایت کوم!
والله اعلم بالصواب
داکتر صلاح الدین سعیدی
۱/۸/۲۰۲۵
۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸
نوشتن دیدگاه
دیدگاهی بنویسید
برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید.
مطالب مرتبط
پر بیننده ترین مقالات
مجلات و کتب
صفجه جام غور در فیس بوک
Problem displaying Facebook posts.
Type: OAuthException
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور