X

آرشیف

سپین آس او مافیایی کړنې! 

 

 

م س لیکي چې د قندهار د عینو مېنې اصلی طراح، پلان جوړونکی، باني او مفکر انجینر حمید هلمندی دی او کله چې هغه دا پروژه پیلوله نو د حکومتي کارو د اجرا او د ېوه قوي سرپوښ د لرلو لپاره ېو چوبکي ( د چوبکي په مستقیمه مانا نه پوهېږم!)،   وکاروو، چې هغه جناب م.  ک.  وو چې دې پروژې سره د شراکت وړاندیز ورته  وکړل شو  او هغه یې شریک کړ! اوس نو ددې کاميابی پروژې نوم ، امتیاز او ټوله ګټه لکه د کابل بانک چور او اختلاس ېواځې ( م ک) ځانته راګرځولای  او بیا اضافه کوي ، چې «د چاپلوسانو دې کور وران وي!». 

خو 

دا قصه چې تاسې وړاندې کړې، زمونږ نړۍ کې او دغه دنیا کې کومه نوې خبر نه ده!  خو ډېر ځلي د دنیوي اکثر روسته پاتې او حتی پرمخ تللو هېوادو کې چې قانوني استقرار نه وي د قانون په چوکاټ کې هم سوء استفادې شوي او کېږي. زما د څو لیکونو تفاصیل ( دیموکراسي و اقتصاد بازر آزاد بدون مهار ساختن آن به قوانین خوب، وحشي و مردود است!) تر عناوینو لاندې ددې قضایاو جنایی اړخونه، بېخ او بنسټ په مستندو قضایاو راسپړي او دا تفاصیل په افغان مشهورو ویب پاڼو او نورو سایتونو کې شته! 

هو په تأسف سره ډېر ځلي قضایا،  همداسې هم وي او دي! 

 

هو سپین آس قصه « وايټ هرس»  داسې ده چې مشهورې مسابقې او خلک پر تېز آس چې اکثر هر چاته مشهور وي پېسې ږدي او قمار پرې وهي. آسانو ته د مسابقې مخکې منظم خواړه او ډېرې لږې اوبه ورکول کېږي چې ځغاسته کې درانه نه وي او منډه یې ښه او تېزه وي! 

داسې حالتو کې چې د لوړ قیمار او پېسو قصه راشي، د پردې شا لاس او د زور خاوندان او مافیایی کړۍ چې وګوري په میلونو خلکو پر قوي آس، پېسې ایښي او باور لري چې وړونکی دی، ساده هو ساده، د آس ساتونکي او خدمتګار ته رشوت ورکوي او یا تهدیدوي!  په ېوه جنایی  قضیه کې مې ددې مسابقو د آس نوکر سره خبر او بحث وشو! پوښتنه مې دا وه، که آس ته تاسې ضرر ورسوئ او کومه دوا ترزیق کړئ، چې مسابقه وتشي وړلای نو دا خو د غټو پېسو، طبت او عدالت خبر ده، دا خو صحي معاینات ثابتوي او قضیه فشاء کېږي! د آس ساتونکي را ته مسکا شو او وویلې! داسې نه ده، په دې مونږ هم پوهېږو! نو ما را غبرګ کړل، نو څنګه کېږي؟ د آس ساتونکي ووېلې: ساده ده! د آس ساتونکي ته ویل کېږي چې: « نن سهار چې دا آس مسابقی ته راوړې نو د مسابقې نه مخکې به ورته زیاتې اوبه ورکوې.»! نو داسې  سپین آس « واټ هرس» ته چې د ډېرو اوبو په څښلو، هغه له ځغاستې په شاکوي او په عین حالت کې مافیایی کړۍ خپلو حلقو ته وایي چې پر سپین آس قیمار ونه وهي چې هغه یې نه وړي! په دې توګه مافیایی حلقې، بیا پېسې تر لاسه کوي! او ډېرو حالاتو کې سپین آس ( وايټ هرس) ضایع کېږي هم!   

د امریکې د لاس ویګاس د قمارخانو طرح هم د مافیایی کارتلو او حلقات پروژه وه او د بانکونونو اختلاس په شرقی اروپا کې لکه کابل بانک په افغانستان ورته، نړېوال مافیایی میتودونه او تجربې تکراروي او دي چې اکثر هماغه نړېوال ورکې لاس لري!

افغانستان ته د امریکایی د مستقیم حضور او مستقیم حاکمیت پر وخت، د ملیاردو دالر راتلل او د نړۍ د مالیه ورکوونکو مال او وینه په افغانستان کې په هدر تلل او ضایع کېدلو ېو عام اما، نه ویل شوای لامل او  دلیل هم، همدا دی چې دغه نړېوال غله پوهېدل چې افغانستان کې حاکمیتونه او مجریان یې ددوی د ېوې ادارې د افغانستان د شعبې مأمورین وو چې دوی هرېو ته په افغانستان کې بیا مختلف اجرائیوي رولونه ورتسلیم او اصلي دایرکتران پوهېدل چې د افغاني مرستندویانو  د مدیریت او صلاحیت کچه څومره ده؟! 

دغه خارجی دایرکتران پوهېدل جې ددغه میلیونو دالرو مدیریت به د ظاهر موجودو افغانی مدیرانو سره نه، بلکې ددوې ( خارجیانو ) سره وي!  دوی ( خارجي کړېوو) به خپلو پارلمانونو ته د افغان مظلومیت او په سیمه کې ددوی ( خارجي زور واکانو ) د اوږد مدته ګټې زرق او برق تخیلات وړاندې کول، تر څو افغانستان ته غټې پېسې منظور  کړي،  او بیا چې پېسې دلته د افغانستان په نامه تخصیص شوې، ډېر ځلي له ځایه نه ښورېدې او بیرته ددوی حسابو ته د خپلو درېیمو لاسو او د ( سپین آس – وایټ هرس ) په لاس ادارو ته انتقال او اکمالاتي پروژو ته چې ددوی عمدي،  تقاعد ته تللي جنرالانو مدیریت روان وو. هلته ستر ستر قراردادونه چې د ای اس ای، جهادي او افغان لوپوړو او مافیایی حلقو په ې حق رسیده او هغه ېو یې د باګرام د أډې د تشنابونو د پاکولو له پروژې او پېسو په زور د افغانستان د پارلمان رئیس هم شو! 

داسې بهرني  حیف او میل او اختلاس کېدلې، چې مستندات یې له خده زیاد او پراخ دي! هو له غوا نه غدود، داخلي نوکرانو ته هم ورکول کېدلې او رسېدلې! 

که داخلي نوکر ( وايټ هرس) به خطرناکه او یا افشاء کېدو مشکل وو ( د کابل بانک بعضې شریکان ) د چرخي پله  زندان کې مرموز وژل کېدل او یا نړۍ کې دا د سپین آس  ( وايټ هرس) په رول کې کسان په بیلر کې اچول کېدل او بیلر د بحر تل ته اچول او استولو تجربه او دا لړۍ، دلته او هلته ادامه لري! 

د جنرال ضیاء الحق د طیارې د سقوط قضیه هم همداسې نړېوال مافیایی قضایا دي چې د وايټ هرس مثال سره اړخ لګوي! 

په تأسف سره د دنیا عدالت همداسې او په همدې ډول او ورته حالاتو روان وو او روان دی. همدا کار او  تجربه، به نه اوله وي او هم نه آخره!

 د مافیایی سیستم او روسته پاتې هېوادو کې د چوبکیانو، سپینو اسانو (وايټ هرس)،  شتون او اړتیا معموله تجربه اومعموله  خبره ده! 

 دا حالت کېدای شي کله کله مثبت اړخ هم ولري! 

درست کادري سیاست په نړۍ کې داسې وي چې د کار اول کس اکثر کار ته سیاسي قوت ورکوي ( ملا برادر) او خپله رئیس او وزیر، حتمي نه دی جامع الکمالات اوسي او په هر مسلک خبر وي، خو د مشروعیت سره سره،  مدیریتی معرفت او پوهه حتمي ده!

هو سیاسي مشروع شخص ته چې سیاسي مقام کې مشروع ځای پر ځای شوای، حتمي نه دی مسلکي تخصصي پوهه ولري! خو په حتمي ډول مسلکي متخصص، مسلکي مرسته تر لاسه کولو ته اړتیا لري  او سیاسي اول کس دا د مسلکي متخصص د تخصصي نظر د قوت په تشخیص قادر او هماغسې د تخصص نظر بیان، مجري او دفاع کوونکی اوسي. نتیجه داهم شوه چې د کورنیو چارو وزیر او یا ددفاع وزیر حتمی نه دی خپله جنګي او پوځي او جنایی تخصص ولري! دلته مشروعیت، صداقت، د مسلکي تخصصي کار د تشخیص مل او پاکي اساس دی! 

اما که د اوبو، بند او برق وزیر چېرې پوځي، رتبه تورن او د آب او برق وزیر تحمیل کړای شي او دغه کس د امریکی د شپږ ملیاردي پروژې مرسته، دده د بقاء بخاطر افغانستان دلاسه ورکړي، او دغه تورن صیب ۱۲ کاله د اوبو او برق ېوه پروژه هم د ایران په استقامت اجرایی کېدو ته اجازه ورنکړي او لمړی کس په خریطول ( هغه د غره دوخت د مبارزو تجربه د حاکمیت وخت کې لاهم ) وکاروي او ورته د رسمي دفتر او دیوان پر ځای د مصرف شخصي کتابچه واچوي، او بیا کله کله ( د خپلو اظهاراتو په اساس) ځوان بوش ته د هغه په رنچ او شخصي میلمستیای څږځای کې ددې له ایرانه، په خریطه اخیستل شوو پېسو صفایی او د عادلانه مصرف صفایي باندې ځان خوشاله او قانع کړي، نو دا د منلو نه ده! 

هو د عینو د پروژې په اجراء کې دا کار شخص جناب هلمندی سیاسی قوت ته اړتیا درلوده او دا نورماله اړتیا هم وه! اما مهمه داده چې بې انصافی ونشي، د قاعدې او اصولو سره سم کار وشي، او د نورو شریکانو حد، قدر او حق د جناب خلمندي په شمول هم وساتل شي! دا غوښتنه تر هغه حده منطقي ده چې دغه غوښتنه کې افراط او تفریط ونه شي! او  تر ېوه حده د منطقي تسلسل په چوکاټ کې راشی او نسبي عدالت تأمین شي! او دغه عدالت ته مختلف اړخونه، لېوال پاتې شي او پاتې کړای شي! وايي داسې موارد شته، چېرته چې دعوا نه وي، هلته قضیه او اجراات نه شته! متضرر باید دا قضیه خپله پورته کړي، سیستم، حاکمیت او نظام باید د عدالت د تأمین لپاره پوره پوره تصمینات برابرکړي او لیکوال باید د هغه منطق او تنویر، ټولنې ته وړاندې او ذهنیت سازي وکړي! دا تسلسل او منطقي تړاو ته په سالمه ټولنه کې له پورته او کښته استقامت او تحرک ورکول کېږي! او دا تصادفی او خود جوشه و د زلزلې، باد او باران په ډول نه شي راتلای! انساني ټولنو کې دا ۍټول هڅول کېږي او استقامت ورکول کېږي!  

 عملاً د بعضې ورته سترو پروژو د کامیابې اجرا لپاره ورته تجارب هم کارول کېږي چې مثبت او هم منفی اړخونه لري! 

ددغه حالتو ېوې بڼې ته د نړۍ په جنایی او مافیایی اصطلاحاتو کې د «سپین آس – وایټ هرس » لقب ورکول د دنیا د جنایات په تأریخ موجوده اصطلاح ده! 

د مثال په ډول حاکمیت کې مافیایی او پر بانک مسلط افراد له سړکه ېوکس را پورته کوي او ورته وایي ته د ( مثلا سوپریم د کمپنۍ) مالک شوې او ته د امو د سیند پر غاړه د تیلو د تفحصاتو دغه پلان تطبیقول غواړې او ورته پور پېسې نه لرې نو حکومت ته دغه پروژه او تضمینات وړاندې کوې او له کابل بانکه او یا … د دومره ملیاردو آسانه قرضه مونږ درته اخلو او مونږ درته دا قرضه راباسو! بل مثال: ته سیاسي زورور کس د کابل بانک شریک شه! ح. وایي زه د بانک د سهم د اخیستلو پېسې نه لرم! مافیایی حلقات وايي زمونږ ستا نوم پکار دی! ته موافق یې چې د بانک شریک شئ؟ جواب: هو! نو چې قبولوې یې،دغه ورقی امضاء کړه! دا د دریم تقلبی او واقعیت غیر توان لرونکي مالي شرکت نه تاته … میلونه دالر، قرضه اخلو! قرضه د کاغذ پر مخ واخیستل شوه! ددغې قرضې په اخیستلو، دا سیاسي زورور ، مافیایی شخص ته د کابل بانک سهم خرڅ او دا زورور  سیاسی شخص د کابل بانک سهمدار او ورته د بانک د مفاد بیاله ( ديويدند) جاري شول! کابل بانک قضیه چې ېونیم کال  مخکې د شیکاګو د نړېوال کنفرانس، افغانستان ته په شرطي مرستو پېل او د کابل بانک محاکمه پیل شوه، نو دغه زور واکي نوي تقلبي شریک ته ( م ک) ته وویل شول چې تاسې له کابل بانکه ( زیات او کم درې نیم لکه ډالر) دومره ګټه ( دیویدند) واخیستله او شریک د بانک یاست،  تاسې څنګه شریک شوئ!؟ تږاو دادې تاسې د اختلاس شریک یاست!  دغه خوارکي ( م ک) له قضې بې خبري وښودره او تر لاسه شوې پېسې د کابل بان دیویدند) یې بېرت ورکړې! داچې له دغه «سپین آس – وايټ هرس» جناب « م ک» سره ، چې له مسابقې روسته « وايټ هرس » ضایع کېږي او وژل کېږي او یا کوم بیلر کې اچول کېږي او دریاب کې غرقېږي، په دې ونه شوه، علت به یې داوو او دی چې دې لا زورور سیاسي قوت تر شاء درلوده او لري! هو دغه سپین آس لکه مو چې وویلې، تولې ډیویدندی ( بانکي مفاد) بیرته ورکړې او دده په حق کې عدالت ماستمالی شو! خو هغه بل د څرخي ژ

پله زندان کې مړ کړای شو او د بانک بل اصلي دایرکتر ته یعنې د مارشال صیب رور ته خو هغه وخت څوک کوږ هم کتلای نه شو! د افغانستان بانک رئیس چې ددې مافیایی جرم ېو اصلي مجرم وو چې خپله وظیفه یې اجراء نه کړه او په پایله کې ۶۲۵ میلیونه دالر  د افغان حاکم، جناب ح ک ، په لاس، دملت له جیبه ( نړېوالې مرستې)، چک ، د کابل بانک تاوان ته له مرکزي بانکه ولاړې! او هو: تقلبي محکمه کې  پر عدالت ملنډې ووهل شوې. مثالونه زیاد خو ېو کره مثال: د کابل بانک ېو ملکیت د افغان ېو هوایی شرکت وو! دا هوایی شرکت څلور، تأریخ تېر شوې، استهلاک شوې اود لوړ مصارفو لرونکې طیارې درلودې چې باید د زړو طیارو ګدام ته لېږل شوې او پارچه شوې وای!دا طیارې د کابل بانک د قاضي لخوا،  استملاک شوې. ما ملت ته د خوښېو خبر او وغولول شوم چې دادی عدالت کار وکړ! اعلانونه وشول او طیارې استملا شوې! هرې خوا خوښي! اما تقلب او پر عدالت ملنډې  داوې چې د کابل بانک دا تقلبي محکمې د د ۴ طیارو اصلې بېې پر ځای د کابل بانک مالکینو ته د د استملاک شوو طیارو  په څلور چنده لوړ بیه قیمت، کابل بانک ته دهغه د قرضو مقابل کې مجرایي، ورکړه!  

په هر صورت او نسبي عدالت او شکایت دادی چې د عینو مېنې امتیاز یې ولې ېو کس ( م ک) او د هغه بل اصلي مالک او بل شریک نوم او امتیاز  ولې تلافي او حاصل نه شي چې داحالت د عدالت لپاره هم چې وي د جناب  م. ک.  لخوا هم اصلاح او نسبي عدالت داسې تأمین شي چې ددغه اصلي هلمندي انجینر امتیاز ته هم عادلانه پاملرنه وي!

 د لاس وګاس د قمارو مافیایی پروژه او د عینو مېنې د کور د اوسېدو پروژې کامیابې پروژې او اقتصادي لاسته راوړنې لري!

 نو د افغانستان قضایا ددې نړېوالو قضایاو له تجربې مجزا نه ده!

دا ټول امور باید په ښه، هر اړخيزو قوانینو کې هم تنظیم او تأمین کړای شي او دا ېوه ضروري او اړینه پروسه ده چې عدالت ته په کلکه اړتیا شته! 

 

آزاد اقتصاد بازار، آزادی او بیا د بیان آزادی، چې په ښه قوانینو تنظیم او استقامت ورنکړای شي، وحشت او بربریت راپاروي او د منلو وړ نه ده! 

 

دآزاد بازار اقتصاد چې په ښو قوانینو مهار نه شي او اساس یې ېواځې عرضه او تقاضا وي او پېسې د هر څه معیار شي، نو بیا د ابستین د جزیرې نړېړال جنایت او د کوچنیانو د آزار او اذیت فرصتونه برابروی. 

د بانکونو امور چې په ښو، مدرنو قولنینو مهار نه شي د ملیارد اختلاس فرصتونو تجربه کوي او په نړېواله کچه د زور او تهدید سیاست او دقوي هیواد په لاس د بل هېواد د جمهور رئیس  د اختطاف سیاست ته لاستی او مټ ورکوي. 

د لمړۍ دوهمۍ او دادې درېیمې نړېوالې جګړې  جنایاتو ته هغه وخت زمینه سازي ده، ې د شته موجودو نړېوالو قواعدو په تخطي افتخازږر هم وشي او جرم د شرم د احساس پر ځای، د افتخار د اخساس سره اجراء،شي! حرم او جنایاتو او د غزې جنایاتو ته، ښکاره ناروا زمینه سازي ، مجوز او مبرر برابر او داټول د انسان او انسانیت په نامه د شرم او عار سند، ممد او مجري وګرځول شي! 

 

زما په باور د د اسلامي سپېڅلې عقیدې په چوکاټ کې د داخلي قاضي ( د الله تعالی پر وجود ایمان) او باور سره ددې انحرافاتو، حق تلفیو او جنایاتو کول او کېدل، په لوړه او محدوده کچه، حد اقل او یا هم صفر ته راټیټوي او راټیټولای شي!

 

الهی! عدالت او بشریت، اسلام او ایمان ته د خدمت،  توان مو، قوي او د اسلام په لاره پوره پوره تګ مو په نصیب، کړئ! 

آمین یارب العالمین 

داکتر صلاح الدین سعیدی 

۱۲/۰۲/۲۰۲۶     

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸

 

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.