X

آرشیف

 

زه خو دې پوه کړم، دا خپل ځان او مشر به دې څوک وپوهوي! 

مجاهد صیب وایی چې مشر میدیا نه ګوري او ېوازې هغوی ورته بعضې نشرات لېږي! 

او هو: داټول هرڅه چې ستاسې  هو ستاسې په حاکمیت کې کېږي، تاسې یې مسؤول یاست! 

دا مسؤولیت په څو اعتراضو نه رفع  کېږي!  

یا په  تیم که یاست او یا نه یاست! که  یا ست نو  عدم رضایت او منطق یې  خپل مشر ته غوږ  کې ووایاست! میدیا کې مه  وایه!  جناب عباس ستانکزی رفع مسوولیت وکړ، نه امتیاز اخلي او نه د پالیسۍ  سره موافق دی! تاسې  حکومتي امتیاز اخلئ او د پالیسي مخالف یاست!  داسې نه شي کېدای!دا د سیاسي ژوند د الفباء خلاف کار دی! 

دا متفاوت نظر چې مونږ ته ، ملت ته سفارش کېږي ، ورته غوږ کې ووایو ، د مسألې نادرست فهم دی! زما کار دی چې ستا په حزب، تیم، تحریک او جمعیت کې نه یېم، نو خپل متفاوت نظر له هرې وسیلې د هغه له منطقه سره ېوځای عام کړم! خو ستاسې کار دی چې مشر ته مو غوږ کې ووایاست! هو په دې یې هم پوه کړه د غوږ ویلو منطق پورته دی، نه د هرچا لپاره!  دا وطن ېواځې  د طالب ملکیت نه دی! ګوند او حزب لرل د قانون تر نظارت لاندې ، ټولنه کې وجود ، حتمی دی!  خو تاسې به د جمهوریت پهذچوکات کې د جمهوریت د مبتذل تطپیق  دلیل راوړئ،  چې د منلو نه دی! 

د  سیدنا حضرت عمر رض مقابل کې خلکو علناً متفاوت نظر وړاندې کولای شو او جواز درلود! 

 او دا د مشر د پټېدو متطق هم اسلامي اساس نه لري، چون چې صدر د اسلام کې د اًولین خلفاو پر ضد داسې توطیې وجود درلودې او حتې لمانځه کې شهیدان  شول خو پټ نه شول!  آیا ایمان لرو چې د مرګ ثانیه هم نه تأخیرېږي! نو بیا دا پټېدل د څه لپاره! 

پولیس او د جرم او جنایت بخش کې ښه قوانین د قانون حاکمیت د مسلکي افرادوګمارل او ملت ته د هغوی د کړو او تخلفاتو څارنه ستاسې کار دی! 

د جزایی اجرااتو ښه قانون او د هغه د تطبیق نظارت ستاسې کار دی! 

دغه برخه کې تر اوسه پاتې راغلي یاست او ددې تخلفاتو سلهاوو مستندات شته! 

 حرام او ناروا  دبل حرام او ناروا مبرر او مجوز نه شي کېدای!  داچې څه شوي، د هغو تخلفاتو له کبله، تاسې ته د اوسني تخلفاتو  مجوز نه  درکوي!

سکوت په محل د بیان کې، بیان دی، ساکت د حق د ویلو نه ګنګ شیطان دی! 

غمیزه اوږده  او ډېر ابعاد  لري! 

داکتر ص سعیدی 

۱۷/۹/۲۰۲۵

و من الله التوفیق

د تفاصیلو  لپاره:

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸

 

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب