آرشیف
ریچارد بنت سره مو وکتل!
دوکتور صلاح الدین سعیدی
د افغانستان او … لپاره د سازمان ملل متحد له استاځي ښاغلي ریچارد بنت سره مو وکتل!
د ریجارد بنت سره مو پر څه، د چا په استاځي توب او پر کومو مسایلو او مطالبو بحث وکړ؟ تدابیر او یا مشخص نتایج څه وه؟
تېرې ناستې کې مو هم ورسره کتلي وه. هلته څه تدابیر و تبادل نظر وه او د هغو نتایج، پاېلې او لاسته راوړنې څه وې؟
تاسې کابل ته د بهر میشته افغانانو ګواکې په استاځي توب او با د خپل په استاځیتوب سفر کړای وه؟
د خپل سفر کومه ملموسه وړه یا غټه لاسته راوړنه دلته بیانولای شئ او له خپل سفره خپله د ځان او یا د کوم ګونډ او ډلې په استاځي توب، راضي یاست؟
که ځواب هو وي، دلیل! مونږ هم پرې پوه کړئ!
د طالبانو دعوت له بهر مېشته افغانانو د بیعت او تسلیمۍ غوښتنه او که د وطن او ملت د سرنوشت په هکله د ېو وګړي او ددې هېواد د شریک مالک په توګه د بحث فرصت دی؟
د سفر او اقامت مصارف چا ورکړل؟
دا او ورته جدي پوښتنې، ځوابونه غواړي؟!
مونږ زمانې سخت مشکوک او بیا بې زړه کړي هم ېو!
له ډلو ، ګروپونو ، احزابو او زعامتونو ټولنه کې سخت نفرت او بې اعتمادي ده او دا تصادفي هم نه ده!
اعتماد او پر رهبرانو او مخکښانو بې اعتمادي حد اعظم ده!
دا ولې؟
وطنداره ته حق لرې د خپل وطن په سرنوشت، غمیزې او بحران خپل دوستان او همغږیان ویانا، لندن، پاریس، کابل او یا ترکيې ته را وبالې او د زړه خواله وکړئ، غمیزه، بحران او د افغان تراژیدي و څېړې او د حل د لارو او له بحرانه د وتلو تجاویز وړاندې کړې! اما ته حق نه لرې هلته ویانا کې نړۍ ته د ملت استازی او عقل کل او دذې وطن مالک معرفي کړئ!
ځواب ساده دی:
لس ځلي مو اعتماد کړای او آته ځلي پلورل شوي ېو!
و لو د خیر هر اوږد شوي لاس نه ډارېږو چې بیا مو ونه چیچي!
هو کله کله هم لس واری په ځان خبر او یا بې خبره پلورل شوي ېو!
بیا نو د حل لار څه ده؟
شفافیت او ترانسپارانسي!
د ملت په نوم د خپل هر قدم په هکله ، د ټولو پوښتنو او تاریکو زوایاو ګزارش او معلومات ملت ته ورکول، د ملت حق او ستاسې وجیبه ده!
داسې برخورد د اعتماد فضاء ته مرسته او د ملت ګډون ته د هغه په سرنوشت کې لار هواروي!
مرسته وکړئ!
و جزاکم الله خیراً!
داکتر صلاح سعیدی
۲۲/۰۲/۲۰۲۵
۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸
نوشتن دیدگاه
دیدگاهی بنویسید
برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید.
مطالب مرتبط
پر بیننده ترین مقالات
مجلات و کتب
پیوند با کانال جام غور در یوتوب
صفجه جام غور در فیس بوک
Problem displaying Facebook posts.
Type: OAuthException
Subcode: 460
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور