X

آرشیف

د ژبې معیاري واحد قاموس ته اړتیا! 

 

د کلماتو او اصطلاحاتو د املاء او انشاء په هکله په نړۍ کې د هماغی ژبې څېړونکی د ژبې د املاء او انشاء واحد، معیاري او ستندرد تنظیموي! دا د ژب څیړونکو او زبانشناسانو د انفرادي  قاموسونو د شتون په مخالفت کې نه، بلکې ېو د بل ممد کېږي، خو رسمي کارونه د اختلاف په صورت کې هماغه ستندرد، معیاري، رسمي قاموس قبلېږي! دغه برخه کې  د ژبپوهانو او علماو ارزونې، څېړنې او لیکنې د عامه پوهاوی ېوه برخه ده! دا ارزونې، څېړنو نه  خلک  ګټه اخلي او هغه کاروي. دا معلومات په انفرادي څېړنو او لیکنو کې د مختلفو لاملونو له کبله مختلف کېدای شي او وې. مستقرو، پر مخ تللو او متمدنو ټولنو ددې ټولو ارزونو، څېړنو اولیکنو څخه ېو معیاري او ستندرد قاموس تنظیم او د هماغه هیواد د علومو اکاډمۍ او یا ژبپوهنې مرکز لخوا، دا رسمي قاموس جاپ او تقریباً هره اداره او رسمي مراجعو او د لیک اولوست ادارو کې دا قاموس وجود لري او د اختلاف په صورت کې هغه ته مراجعه او د هغه د املا او انشاء د اصولو او قواعدو پر بنیاد عمل کېږي! 

روسته پاتې ټولنو کې، ډېروعرصو، برخو  او سکتورنو کې د کار اړتیا  شته چې دا تشه پوره او دا برخه د کار ېوه برخه هم تنظیم شي!  داسې موارد هم شته چې د کلماتو د املاء او انشاءپه هکله د اختلاف په صورت کې د هېواد د اساسي قانون املاء او انشاء معیار او اساس پېژندل کېږي! 

 زموږ هېواد کې لا د نورو سترو تشو او کم کاریوڅخه، ېوه داهم ده چې د افغانستان د علومو اکاډمي او یا د ژبو مرکز، دغه برخه کې کار پېل کړي! دا کتاب او دا ستندر، معیاري د ژبې قاموس،  هر دوه کاله بعد د ژبې د انکشاف او ودې سره ېو ځای د متخصصینو لخوا کتل کېږي او نوی چاپ راوځي! 

ایتومولوجي د ژبپوهنې له۱۲ علومو څخه  ېو علم دی. ایتومولوجي د ېو لغت تذکره او تأریخ بیانوي. داسې لغات شته. چې املاء انشاء او غږ کې سره ورته والی او شباهتونه لري!   دا تشابه او ورته والی  د لیکنې او تلفظ په مختلفو ژبو کې کله کله مغالطه کېږي چې نباید مغالطه شي. 

په هدفمنده توکه ددغه عظیم الشأن بحث له وجود په لندې مبحث کې په ېو څو کلیمو او لغتو،  تم کېږم: 

د پښتو ژبې کې د صاحب، صیب کلمه، چې د احترام لپاره ده. بعضې وختو کې د نورو ژبو له کلماتو سره مغالطه کېږي. صیب د صاحب، عامیانه شفاهې بڼه ده. دلته صیب چې د صاحب عامیانه او محلي تلفظ دی،  د عربی ژبې صاحب سره مغالطه نه ده پکار. 

صاحب عربي ژبه کې ملګري، رفیق او هملاري ته وایي. صحابي لغوي او بیا اصطلاحي معنا هم له همدې  اصله ده! شرعي، دیني معنايې، صحابي هغه شخص ته ویل کېږي، چې د اسلام ستر پیغمبر محمد ص وخت کې یې ژوند کړای وي، آنحضرت ( ص) یې لیدلای او مسلمان شوای وي. 

صیب ( د ی په شد) په عربي  او قرآني ژبه کې باران  او یا شدید باران او ددغه پښتو صیب سره هیڅ تړاو  نه  لري. 

صائب چې عربي کې صائب او پښتو او دري کې کله صایب او کله د عربي رسم الخط تر تاثیر لاندې په عربي بڼه ( صائب) لیکل کېږي، جدا کلمه ده او د پښتو ژبې د صیب او صاحب سره له سره تړاو نه لري. 

صائب وارد او درست او په هدف لږېدلي او رسېدلي نظر ته وایي! 

دلته د ثواب او د صواب خبره هم مطرح ده. چې د حق کار کول ثواب او اجر لري او د صواب نظر لرونکی د وارد او درست نظر لرونکي ته ویل کېږي! 

اودلته د (یې) لیکنه چې بعضې یې د عربي تر تأثیر لاندې (ئې) لیکي ( صائب) او بعضې یې دري او پښتو کې ( یې، صائب) ليکي. 

ژبه، لیکنه او املاء کې ننني سفارښتنه، روش  او دود دادی چې هغسې لیکل کېږي او لیکي، چې ویل کېږي. دا نظرنن سبا ستر مشکلات پاروي او عربي کلمه (معنا) په پښتو کې (مانا) لیکي او له دې سره زه مخالف یېم. څارنوال هم په سارنوال لیکي او دا غلط فهمی ده چې څارنوال د (څار) څخه او د پښتو څار نه اخیستل شوای او درسته لیکنه ده او سارنوال کې (سار) استفاده کېږي چې بې معنا او لیکنه د لیکنې  لپاره کارول کېږي او دا خطاء کړنه ده. 

خو په یقین سره عربي دیني مقدس نصوص باید هماغسې ولیکل شي چې قرآني او نصوصي بڼه لري. 

له سلهاو مثالو سره سره، دلته د داوؤد، داؤد، داوود، داود لیکنه هم شته ده، چې قرآن کریم کې داود بڼه هم راغلای ده. اوس معموله بڼه را ته داؤد، ښکاري او (مانا) باید (معنا) ولیکل شي او سارنوال باید څارنوال ولیکل شي! 

اوس چې دغه بحث کې یو، لندن کې ېو عربي الاصل نوم او د مشهور محل نوم:  ترافلګر  سکویر  لوستل او لیکل کېږي ( د ترفلګر څلور لاري). دا نوم اصل کې (طرف الغار ) او عربي ترکیبی اسم او کلمه ده چې له هسپانې راغلې او (طرف الغار) هلته، هسپانیه کې د ځای نوم دی. دا ځای کې د هغه مشهور انګلیسي جنرال د کارنامو  د یاد څلی دی چې هلته هسپانیه  کې، بحر ته څېرمه،  د غار په غاړه،دا جګړه واقع شوې وه او انګلیسي جنرال د کمو امکاناتو او کمو پوځي تجهیزاتو سره سره، د ښې جنګي استراتېژۍ په لرلو، هغه  جګړه کې ستره بریا تر لاسه کړې وه!

 ایتومو لوجي د ژبپوهنې  له علومو ېو جالب علم دی، چې مختلف ، پراخ ابعاد او پراخې پوهې او ټیمي کار ته اړتیا او ضرورت باندې تأکید اړین ښکاري. دغه برخه کې کله کله زمونږ د ژبو د کلماتو د محدودې پوهې له وجهې، د کلماتو د ظاهر ورته والي له کبله، مونږ ګمراه او خطاء نتایجو او پایلو ته رسېږو چه ېو شمېر مثالونه مې پورته وړاندې کړل او دا له سلهاو زیات ورته حالات لري! 

د مرکزی، معیاري قاموس شتون ېو بل عملي جانب هم لري. 

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مربوطه څانګه چې کوم کتاب لیکنې او رسالې ته د ملي راجستر، مخصوص مجوز او نمبر ورکوي، نو د هماغې نو اول د هماغې ژبې  معیاري اړخونو د مراعات جانب هم ارزوي، داهم ارزوي جې  دا کتاب او یا  اثر مخکې، چا ثبت او راجستر کړای او یا نه؟ دلته شخصی مالومات مطرح نه دي، اساس د ثبت او راجستر مخکنې وجود لري، که نه لري؟

د اسلامي شوؤنو وزارت کې هم مربوطه شعبه د مسلکي اړخ لخوا چې دغه یا هغه لیکنه د اسلام له دی سره برابره لیکنه ده ، که یه؟  ارزوي او څېړي او خپل نظر پرې ورکوي او بیا هغه لیکنه او کتاب د رسمي چاپ حق پیدا کوي! بعضې هېوادو، مثلاً پاکستان قصه خانې بازار ته ولاړ شه، پېسو، باندې توافق وکړه او مستقیم چاپ او نظارت له سره نه شته!  

که دا ومنو چې دلته د ژبي معیاري ستندرد، ( پښتو ژبه حد اقل ۸ لهجې لري!) باید مراعات شي، نو پوښتنه دادهچې معیاري ژبه کومه ده او ولې؟ دغه اړتیا، سوء تفاهماتو او سوء استفادې مخنیوی کوي! هو پوښتنه داده، چې  رسمي مامور ته چې د غه پر معیار د کتاب او لیکنې د نشر اجازه ورکوي کومه ده؟ هو چې معیاري ژبه کومه ده، او دلته اساس کوم دی، چې لا مونږ ستندرد ، معیاری قاموس نه لرو، او په ېوه صورت کې د خپلو شخصي، تعصبي او نورو اقتصادي او  سیاسي مقاصدو د ارضا لپاره د نشر مخه نیسي، او قانونی مستندات او لاسوند، نه لري! دغه خود سري، ده، جواب او چاره څه ده؟ که مأمور وایي زه خبر یېم، ورته کتاب مخکی هم شته، نو پوښتنه پکار ده، چې د اسلامي شؤونو وزارت کار حقوقی او عدلی او حق التالیف کار دی، او یا د مسلکي او محتوایی جانب؟ په یقین محتوایی جانب او که مخکې داسې ورته لیکنه، چا وزارت اطلاعات او فرهنګ کې، نه وي راجستر کړې، نو بیا دغه د حقوقی مراجعو  کر  دی، او نه د شوؤن اسلامی ادارې! هو په کوم حق او صلاحیت،  د معیاري او عدم معیاري ژبې تر نامه لاندې، خپل تعصبي او نور سیاسي مقاصد ارضا کوي؟ 

معیاري او قانوني دولتداري کې حاکم او رعیت، دواړه د قانون تابع دي. 

د اداري حکم د اختلاف په صورت کې د قضاء او عدالت لخوا د څېړنې او رسیدګي، فرصت په قانونمنده نظام او حاکمیت کې حتمي خبره او حالت دی، چې روسته پاتې ټولنې، باید هغو ته د رسېدو لپاره، همدا اوس  اقدام وکړي! 

مننه 

داکتر صلاح الدین سعیدي

۷/۴/۲۰۲۶

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب