X

آرشیف

د يوه او بل سره د مرستې کولو اهميت

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد :

د اسلام مبارک دين يو کامل او مکمل دين دی چې د انسان د ژوند په هره  برخه کي يې  لارښووني موجودي دي، د کومو په عملي کولو کې چې د دين او دُنيا دواړو بری او کاميابي نغښتی دی .

اسلام يوازې د اوداسه، لمانځه، روژې او ځينو عبادتونو نوم نه دی، بلکې داسلام مبارک دين د انسان د عقيدې، اخلاقو، او ټولنيز تعامل يو بشپړ قانون دی .

په همدې مُبارک دين کي  يو مُهم رکن، د دين د پيروانو تر منځ د يوه او  بل سره  مرسته کول دي .  

الله – سُبحانه و تعالی – فرمايلي دي :  وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (المائدة : ۲)

ژباړه : او تاسو د يوه او بل سره په نېکۍ او پرهېزګارۍ کې مرسته وکړئ، او د يوه او بل سره په ګناه او ظلم کې مرسته مه کوئ، او الله – تعالی – څخه و وېرېږئ، بې شکه الله ډېر سخت عذاب ور کوونکی دی !!

په دې آيت مبارک کي د مسلمانانو لپاره يو قانون بيان شوی چي دوی بايد د يوه او بل سره په کارونو کې مرسته وکړي او د ظلم، ګناه او فساد په کارونو کې دي د يوه او بل سره مرسته نه کوي .

له دې مُبارک آيت څخه دا هم معلومه شوه چي د مسلمان مسئوليت يوازي د ځان په اړه نه دی،چې دا فکر وکړي چې د بل چا د ښو او بدو سره کار نه لرم، خپل لمونځ او اودس کوم،  بلکي د نورو خلګو سره هم تعلق لري چې يو يې دا دی چې د خير او تقوی په کارو کې به د نورو سره مرسته کوي .

نبي – صلی الله عليه و سلم – فرمايلي دي :

إِنَّ الْمُؤْمِنَ لِلْمُؤْمِنِ كَالْبُنْيَانِ، يَشُدُّ بَعْضُهُ بَعْضًا وَشَبَّكَ أَصَابِعَهُ
(بخاري او مسلم)

ژباړه : مؤمن د بل مؤمن لپاره د يوې ودانۍ په څېر دی، چې يوه برخه يې بله برخه ټينګوي، او ( نبي – عليه السلام – د خلګو د پوهولو لپاره ) خپلې ګوتې سره ونښلولې !!
په دې حديث کې د اسلامي ټولنې انځور د يوې ودانۍ په بڼه وړاندې شوی. لکه څرنګه چې د ودانۍ يوه خښته بله ټينګوي ، همدا راز مسلمان هم بايد د يوه او بل داسي مرسته او ملاتړ وکړي  چې د يوه او بل د ټينګولو او کلکولو لامل شي .

په بل حديث کې راغلي دي :

عَنِ النُّعْمَانِ بْنِ بَشِيرٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِى تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى ».( رواه البخاري و مسلم )

ژباړه : له حضرت نعمان بن بشير – رضي الله عنه – څخه روايت دی چې رسول الله – صلی الله عليه و سلم – وفرمايل : د مؤمنانو مثال د يوه او بل سره په مينې، شفقت او پر يوه او بل په زړه‌سوې کې د يوه بدن په څېر دی؛ چې کله د بدن کوم غړی ناروغ شي، ټول بدن په بې خوبۍ او تبه کې د هغه  سره ملګري کېږي !! 

دې حديث کې د مسلمانانو تر منځ د يووالي، غمخوارۍ او ګډ مسئوليت اهميت تشريح شوی دی .

مسلمانان بايد په ستونزو او پرېشانيو کې  د يوه او بل سره  مرسته وکړي .

په بل حديث کې راغلي دي : وَاللَّهُ فِى عَوْنِ الْعَبْدِ مَا كَانَ الْعَبْدُ فِى عَوْنِ أَخِيْهِ ( مسلم شریف)

ژباړه : الله تعالی تر هغه د بنده په مرسته کې وي، تر څو چې بنده د خپل ورور په مرسته کې (بوخت ) وي !!

له دې حديث څخه د يوه او بل سره د مرستي کولو ډېره لويه ګټه معلومېږي او هغه دا چې دا د الله تعالی د مرستي او کومک لامل دی .

نو د افسوز خبره دا ده چې ځيني ديندار خلګ دا فکر کوي چي بس پنځه وخته لمونځ کوه، نور څه ته ضرورت نشته، دا د کاميابۍ لپاره پوره عمل دی .

په داسي حال کې چې اسلام زموږ څخه دا غواړي چې د عبادت ترڅنګ بايد مسلمان د مسلمان سره په غم کې شريک شي او يوازي يې پرېنږدي .

که دا اسلامي اصول عملي شي، نو مسلمانه ټولنه به له ډېرو مشکلاتو او پرېشانيو خلاصه شي .

او مسلمان به په صحيح معنی مسلمان جوړ شوی وي .

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و صحبه اجمعين .

ليکوال : الحاج مولوي عصمت الله عزام

 

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.