X

آرشیف

د هوا د مرغانو په ویشلو اختلاف! 

 

( قبل از مطرح کردن خود، برنامه را به صورت مشخص و عملی مطرح و روشن کنید!)

ائیتلاف، جور آمد او نیک تفاهم، د وطن د نجات او  د ملت د غمیزی د  لنډولو او کمولو په نیت اسلامي او انساني وجیبه ده! 

نیت د انسان داخلي، د قلب او اعتقاد داخلي حالت او خبره ده!  پر زړونو الله (ج) دانا دی! مونږ د چا په زړونو خبر نه یو! 

علایم، قرائن، شواهد مونږ سره د چا د نیت  د پوهېدو، او تشخیص او هغه هم  د حدس  او ګمان او یا منطقی تسلسل تر کچې  مرسته کوي!  

منطقی تسلسل د ادعا د اثبات په پروسې کې ېواځې ممد مستندات شمېرل کېږي چې قاضي او یا مستنطق  د وړاندې شوي منطقي تسلسل په صورت کې د نور تحقیق او څېړنې د ادامه قرار صادروي! ( قضایی قرار او قضایی  حکم دوه جدا مفاهیم  او جدا حقوقی اصطلاحات چې هر ېو بیا خپل اهداف او   موخې لري-  دبحث نه لرې نه شم!).

 په ورته ډول سیاسي محلل د فاکتونو او ارقام، د تحلیل د خامو موادو د سره او کره کولو سره د وضعې درست، پرځای او عیني تحلیل هغه وخت وړاندې کولای شي چې د تحلیل خام مواد او اجراء عیني، باوري او ريښتینې وي! هر څومره کره معلومات ډېر وي، تر هماغه حده تحلیل او ورکړل شوای تصویر عیني وي! ښه آسیب شناسي ، ښه او درست دیاګنوز، د ښه تداوي امکان برابروي!ً که ددې امکاناتو په لرلو عیني تحلیل وړاندې کولای، آسیب شناسي او د حل مناسبې او د قبول وړ لارې مطرح کولای شو، نو دغه جوانبو ته دقت کول پکار دي! 

راشو د هوا د مرغانو د ویش بحث  او ددې کار د جواز او عدم جواز په هکله علماء اختلاف لري! بعضې لایقو او امتحان شوو ښکارایانو ته داحق بعضې علماء قایل دي او بیا نور یې نه مني او طعن واردوي!

 داسې حالات هم شته چې ښکاري او ماهیګیر  د ښکار د کولو نه مخکې د هغو په خرید او فروش او خپلې برخې او ګټې بحث، مجاز نه ګڼي او نه بولي! 

 

زه هم ېو له هغو یېم چې اول خو دا ائیتلافونو د شخصي ښکار او شخصي منفعت او یا موخې د مشخصولو او ځانګړي کولو بحث روښانه شي، وویل او صریح ولیکل شي چې څه غواړو او څنګه او په کوم قیمت یې غواړو؟

بیا ددې موخې او یا موخو د لاس ته راوړلو په برخه کې چې څومره مجاز او مشروع دي او کنه، دویېم بحث دی! أو که مجاز او مشروع نه دی، او یا هېڅ چاته حق نه شته  چې ددې ناستو ولاړو نه، داسې ناروا ګټې واخلي او د ملت او وطن په سر د ملت په غیاب  کې معامله وکړي او تصمیم ونیسي، کوم چې ډېر ځلي پر خلکو داسې تجارتونو شوي او دې تجربې خلک بدګمانه کړي او پر حق د رهبرۍ د بحران او بې اعتمادۍ،  حالت کې ېو!

دا حالت او دا بحران او عدم اعتماد، تصادفي او ناحقه خبر هم نه ده! ډېر ځلي پلورل شوي او که چېرې مونږ شرطي مشر کړ چې د قواعدو  او اصول به مراعتولو دې  مثلاً ېو کال مشر او بیا له سره له ارزونې روسته  ټاکنې کېږي او هیڅ څوک پرله پسې له دوه ځلي رئیس نه شي کېدای، خو تجربې داسې وې او دي چې ېو وارې د بام سرته جګ کړای شو، کښته کول نه مني، او دا مقام ځانته دایم او خپل دوم نسل ته او که اصول او شوي توافقات عملي کول غواړې، نو له سره د شوو هلو ځلو او د قرباتېو په زور آباد کور ورانول غواړي او ځان عقل کل ګڼي! (وایي:  غېر از من کسې دیګر نمی  تواند!). 

د ائیتلاف او سترو اتحادونو  هڅې په دغه مرحله کې په ښکاره او روښانو ټکو له دوه پاڼو نه لږو افادو کې په ښکاره مشخصې او روښانه او ملت ته وړاندې شي، چې ددغې پروسې د تحقق لپاره ائیتلاف او ستره پراخه جبهه او ملت سالاره پلاتفورم، جوړوو، کوم کې چې داسې میکانیزم تسوید او مقدماتی وړاندې او بیا عملي شي، کوم کې چې ېو وګړای، ېوه رأیه او د قانون تر کلک څارنې او نظارت لاندې عملي او پلی شي! 

متداول مشروع حاکمیت د ایجاد لپاره توافقرشوې پروسه په مشروع ډول پېل شي او په پوره صداقت د قبول شوو اصولو په رڼا کې ورته کار وشي! کوم کې چې د ائبتلاف غړي بیا په کنفرانسو او د بن په تکرار د ملت پراوږو بار نه شي او حاکمیت په واقعیت کې، ېوې ولسوالۍ او یا ېو سیاسي  ګوند ته د متداول توافق شوي، پروسې د عملي کولو پرته د چا لخوا د تصاحب او د ملت د واک د غصب  فرصت ورنه کړای شي! داسې میکانیزم او تدابیر، ساختار او کړنلارې شته، بشریت تجربه کړي او عملي کړي او مونږ هم کولای شو! 

 ددې پروسې د اجراء لپاره د تعریف شوې، ملي لوېې جرګې چې د افغانستان د ملي مدافعانو په چوکاټ کې پرې کار شوای دی د مقدماتی اصولو د پروسې د پیل لپاره عملي داسې کار وشي چې هلته د افغانستان د اسلامی، اساسي قانون د تسوید لپاره، حتی د الترناتیف سره سره، کار وشي! دا د الترناتیف سره سره طرح د احزابو او سیاسی سازمانو په ټاکنیزو برناموکې منعکسه، ملي شوراء مېنځ ته راشي، کوم کې چې سیاسی ملي ګوندونو ته پراخ قانوني فرصت ورکړل شي، او هغه حلقه، حزب او مجموعی مشر د حکومت په جوړولو د جمهور رئیس لخوا مؤظف شي، کوم چې پارلمان کې ۵۰+۱ غړي ولري! ( دا نور جزییات هم لری)! 

 ېوځل  بیا دې د ملت پر سر د ناروا تجارت سوداګرۍ مخه په عمل کې د شکل او محتوایی جانبه ونیول شي!  په دې توګه بیا د لمړي بن کنفرانس ناکامې تجربی تکرار نه شي! 

د بن کنفرانس هغه کنفرانس چې  په واقعیت کې د سیستم او خلکو د ارادې د اصولو په جوړولو او کړنلارو د کار او پیاده کولو پر ځای د همسایه ګانو، سترو لېرې  او نږدو استخباراتی اجنتانو او کارکنانو او یا د انګلیسي ژبې د بلدیت پربنا مصلحتي اداره د پردو د سفارتونو اداره او حاکمیت ( جمهوریت) مېنځ ته راوستل شو، کوم کې چې د ښو قوانینو د نه شتون په صورت کې لوې او پراخې  زمینې او فرصتونه، هدر شوې، چور او چپاول ته هر قدم کې لارې هوارې او برابرې شوې! د مدرنو قوانینو تر نظر لاندې د قانون نظارت د نه شتون د وقت جمهور رئیس دخپل حاکمیت د نواقصو څخه په خطاء د ېوسلسله مدرنو اقدماتو کولو غلط تعبیر وکړ او لا اوس هم پرخپاې دې تېروتنې نا خبره ښکاري!  ېو شمېر بهرنېو جنرالانو حکومتی کارونه او دندې  پرېښودې او په اکمالاتي او تجارتي بزنسو کې، په لاقانونه او د زور مافیایی چارپېریال، په تجارتی، مافیایی کارو بار پیل وکړ او ملیاردران شول! داچې د امریکې د عسکرو خزانې، وینې، د هغه سل چنده د افغان اولس وینې او خونې څومره توې او ړنګې شوې، چور او چپاول د برحال جمهور رئیس له خولې تصدیق او ملیاردونه اختلاس، کابل بانک او نورې وارداتی او اکمالاتی پاکستاني ادارو وکړې او له غوایي نه غدود د افغانستان خلکو ته ورسېد، دا ټول خلک مستند خبر دي او وجود درلودې! دداسې بدو تجربو ښکاره او پټ ممثلین اوس اوس بیا د ورته سناریو د تمثیل، او ددې لپاره د وړو او ستر ائیتلافو د جوړولو حق او صلاحیت ځان ته برابرول د ملت د استفراق او تنفر لامل کېږي!

په داسې محیط او چارپېریال کې  د هماغه ممثلینو لخوا د حماقت  او د وقت د ضیاع  سناریو تکرار نه شي کېدای!  خلک هم سترګې، او هم غوږونه او هم قضاوتونه لري!

هماغه  بهر کې ناست صغیر او بې تجربه د پلار له نوم نه پرته او میلیونو غلاشوو پېسو او غلا شوو کانو او له ترنو پرته چې د فاسد او مافیایی سیستم مهمې مهرې او حلقې وې ، نوره کومه د نجات مشخصه نسخه لري!؟ 

افغان یم، د افغان په نامه دنیا ته ځان رهبر معرفي کوم، خو د افغاني تذکره نه أخلم او افغانستان نام نه منم او د دیورند لاین په نامه کرښه، افغانستان ېوه برخه پاکستان ته په معامله کې پریږدم او منم، چې پاکستاني بادار په ډاګه دهمدغه دلیل پر بنیاد ددوی د تحرکاتو مرسته اعلان کړه! جنرال زید حامد د پاکستان د استخباراتو ېو ستر پالیسي میکر ددوی دا موقف ستایی او په عین حال کې د افغان ضد او دپاکستان د اطاعت تضمینات له دوی غواړي، چې بیا ګواکې له دوی څخه د طالب د حاکمیت پر ضد ددوی د هڅو ملاتړ ته چمتو دی او تصمیم لري! 

نو په داسې شرايطو او حالاتو کې څه کول په کار دي؟ 

زمونږ هېواد کې تېر قوانین اکثر ملغی اعلان شوي، نوي مشروع  متداول قوانین نه لرو، د هغو د مشروعیت لپاره تعهد او عمل نه شته، ټولنه کې حاکمیت د ېوه لاس ېوې حلقې او ېوه لید لوري، له مشروعیته پرته مطلق العنان حاک دی! نړېوال مشروعیت نه شته، د امورو په تنظیم او مخ ته وړلو کې د ملت سیاسي او مدني ګډون صفر دی، انقلابي حالات او کړنې ۵ کاله دوام وکړ، د جنکو زده کړه او تعلیم منع، د کار فرصت  نه شته او …. 

نو د دې حالت نه د وتلو لپاره نظر، هڅې او ستر ائیتلاف  او مشخص تنویري او عملي مؤثر کار د طالب په شمول کول په کار دی! 

دا کار په هېڅ صورت د تېرو تخلفاتو او متخلفینو د صحت او مشروعیت دلیل نه شي کېدای  او نه دی! 

په داسې د شک او تردید د بدو تجاربو د شتون حالاتو او د نړېوال منفي سترو قدرتو د رقابت حالاتو کې چې ېواځې خپلو ګټو اصلي معیار قوت اخیستلای او نورو انساني ارزشونو اهمیت له لاسه ورکړای، مونږ ته څه په کار دي؟ 

په کار دي چې له تېرو تجاربو په زده کړې د بې اعتمادۍ د فضا په نظر کې نیولو سره سره، د واضح او صریح لنډ محاله ګډو اولویتي وجایبو او اولویتونو په پېژندو چې ټول ملت پرې راټولېدای شي، لنډ، مشخصه او روښانه حد اکثر دوصفحه ای برنامه مطرح، په واضح کرښو تسوید، ستر مشخص کارونو تحقق ته ائیتلاف وشي او له مخه دا اهداف او موخې نشر شي چې مونږ د داسې میکانیزم د پیل او اجرا د پروسې لپاره په ګډه او ستر ائیتلاف کې کار کوو چې ملت، ېو وګړی، ېوې رأې سالاري ته کار دی او له بحرانه د وتلو په کې تحقق ومومي! عام ، درې اړخه او څلور اړخو خبرو دوکو او ملت غولونو وخت دور تیر دی! 

داسې په ښکاره بحث او ائیتلاف  او ددې غړي او نه د پخواني حکومتي پرتوکل پر بنیاد د هېڅ کوم سیاسي او دولتی مؤقت اویا دایمی پوست او مقام ددې هڅو په ترڅ کې مطرح نه وي اونه دی! 

رهبري شورایي، دسته جمعی، دوراني او ددې ډلې لخوا هرې درې میاشتې بعد نوی اجرائیه مشرانو د ټاکنو  لپاره ټاکنې کېږي چې ېو کس له دوه دورو نه روسته په مباشر ډول بیا رئیس  نه ټاکل کېږي!

که دا روښانتیا او شفافیت په ښکاره ډول له مخکې نشر، چاپ  او ملت سره شریک او ګډون وال خپل توافق په لیکلې بڼه ښکاره کړي، نو دلته دی چې پېشداورۍ او تعصاب حد اقل ته رسي او د سوء تفاهماتو مخه نیسي! 

د طالب پر حاکمیت دی چې له لجاجته لاس واخلي او د ملت سالارۍ پروسه پېل کړي! 

د نړېوالې ټولنې، ملل متحد او اروپایی نړۍ سره د افغانستان په استاځيتوب د خبرو حق نه لري، دا کار په تېر چور واکۍ کې د غړیتوب پر بنیاد نمایندګي ستر انزجار تولیدوي او د منلو نه ده! 

افغان ملت مسلمان او مجاهد ملت دی! ښه او بد تشخیصوي او ددې پروسې پیل که خپله اسلامی امارت وکړي، تأریخي به شي، د الله ج او ملت پر  وړاندې به سر پرفرازه شي! 

زور واکي، تمامیت خواهي، مطلق العناني، د حل لار نه وه او نه ده! 

تأریخ د کمونست ګوند دا ټوتالیته او میم زور ما ټوله زما، ناکامه شوه او اوس به بیا داسې سیاست ناکام شي! صرف د وخت سؤال دی! 

 

بله لار لاره د جنګ ده او طالب حاکمیت دې جنګ او د افغان د وژلو زمینه نه تنها چې نه برابروي، بلکې داسې فرصتونه دې قطع کړي او دا ممکنه ده!

 

په مکرر ډول، بیا تأکید لرم چې مونږ کولای شو د صریح، واضح او روښانه دریځ په نشر چې د افغانستان او خلکو نجات دی، د امتیاز نه پرته، داسې میکانیزم کار ته دعوت ورکوو چې هلته او د هغه د پیاده کولو کې ملت اصلي تصمیم اومرجع شي! 

که ددې پروسې د عملي کولو لپاره کډ کار کول او ستر ائیتلاف عملي، ضرورت او بڼه پېدا کړي! 

 

 راځئ چې ېواځې او ېواځې د همدې موخې د حصول لپاره د الله تعالی د رضاء او د ملت د نجات لپاره سره لاس ورکړو! لاس ورکول د غنایمو ویش، ته را حواله دار او زه درته کوټه والدار، ویل نه دي! حوال دار او کوټه والدار به ملت د ېوې معقوې پروسې په ترڅ کی کوي او دا عملي، تجربه شوې، اسلامي لارې لري! 

راځئ په دغه چوکاټ کې ائیتلاف او سره ګډ قوت شو! 

دا هغه لار ده چې بیا د سوځېدلې، تېرې او نوې کړۍ او حلقات اصل او ټاپې په کې مطرح نه وي او د هغو انتخاب او یا رد د ملت حق شي! 

داسې لار او میکانیزم چې نسخه او برنامه اساس او بنسټ او د اتحاد مرجع وګرځي! افراد او اشخاص تر هغه مطرح او مهم وي، چې پر توافق شوي اصولو او لارې، روان وي! 

 

و ما علینا الا البلاغ المبین 

داکتر ص  سعیدی

۱۱/۱۲/۲۰۲۵

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸

 

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.