آرشیف
د غوږو ډاکتر ته مراجعه حتمي ده!
دوکتور صلاح الدین سعیدی
د ملت او اسلام اواز ته غوږ شئ!
جناب متقی صیب له پینځو کلو روسته اوس واورېدل چې نړېواله او اسلامي ټولنه افغانستان کې د انجنو د ښوونځیو خلاصلاول غواړي!
دلته ښکاري د غوږو ډاکټر ته اړتیا شته!
اسلام امر کوي چې د علم کسب فرض دی!
۵ کاله اولاد ددې وطن چا بیسواده کړ او د پنجاب چوکیداري او ډاکتر ته محتاج کړ او ولې؟
دده مسوول څوک دی او څه جزایی او سیاسی عواقب باید ورته ولري!
نړۍ څه غواړي، نه غواړي، ېوه خبر، د دې ملت اړتیا، د اسلام امر ، حق او د عقل غوښتنه څه وه او څه ده او د هغو سره مخالفت ولې او څوک مسوول دی؟
ددې پوښتنو ځواب د مشروع حاکمیت او سیاسي ساختار جوړولو او دغې پروسې ته لازمه آمادګي او د ملت د ارادې سره سم حاکمیت هغه مهم او بنیادی نکات او جوانب دي چې باید ورته کار شوای وای او وشي!
توتالیته او یک حزبه، کمونستی احزابو ورته استدلال کاوه چې مونږ د کارګرانو او زحمت کشانو له ادرسه حاکمیت جوړ کړای او قدرت مو د هغو په زور اخیستلای او حاکمیت کوو! او حاکمیت یې د سرنېزې په زور وکړ او کاوه! اوس له ېوه بل اړخه د ۵ کلو راهیسې ورته استدلال کېږي! دواړو غلط استدلال کاوو!
مونږ د جمهوریت تر نامه لاندې مبتذل دیموکراسی او فورمال، پروژوي، ساختارونه او په ډېرو مواردو کې شکلي حرکات ردوو!
د بن کنفرانس، د همسایه ګانو د استخباراتو، ګویا همه شموله حاکمیتونه هم دوکه او خطاء وه. مونږ نه همه شموله او نه همه قبوله او نه قومي او ژبنیز تاجرانو په غوښتنه حاکمیت منو!ً
مونږ مشروع متداول حاکمیت غواړو!
که د ملت اراده او غوښتنه در سره ده، له ملته، څه ډار لرئ چې ورته مراجعه وکړئ؟
زمونږ موخه او هدف نه مبتذله انتخابات او نه د جمهوریت ترنامه لاندې خلک غولونه او د لوې جرګې تر نامه لاندې خلک غولونه ده!
مونږ د عدالت عمری تر سیوری لاندې د ملت ارادې ته د اسلام د ارزشونو په چوکات کې مشروع نظام، مشروع قوانین او مشروع دولت داری غواړو!
د سیاسی احزابو او مدنی سازمانو ته اجازه، د قانون تر نظر لاندې نظارت، د تعریف شوې لوې جرګې تدویر، د موقت اساسی قانون تسوید، بیا ټاکنې او د ټاکنو روسته د اساسی قانون تصویب او حکومت د ۵ کلو لپاره ، د هغو چې ټاکنو کې یې انتخابات یې وړي!
محلي منتخبو شورا ګانو ته د استراتیژی مسایلو کې صلاحیت، د پارلمانی ټاکنو روسته، جمهور رئیس د پارلمان لخوا انتخاب او د صدر اعظم نامزادول د جمهور رئیس لخوا او د کابینې او حکومت ته د اعتماد رأی د کل په توګه د پارلمان لخوا! صدراعظم باید د هغه حزب او سیاسی سازمان څخه وي چې پارلمان کې اکثریت لري !
د عدلی او قضایی ارګانو تقویت، امنیتی ځواکونه غیر سیاسی کول او د هغو مسلکي اړخ ته ستر پاملره، هغه وظایف دي چې همدا امارت اسلامی ورته مقدماتی ستر او تأریخي، کار کولای شي او باید وکړي!
جناب متقی صیب که د خارجیانو د خبرو اورېدو توان درته پیدا شوای، دا د افغان غږ، د پوهې د مسلک غږ هم در سره واوره!
له وصوله اطمینان غواړم!
تفاصیل لرم!
داکتر صلاح الدین سعیدی
نوشتن دیدگاه
دیدگاهی بنویسید
برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید.
مطالب مرتبط
پر بیننده ترین مقالات
مجلات و کتب
صفجه جام غور در فیس بوک
Problem displaying Facebook posts.
Type: OAuthException
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور