آرشیف
د اسلامی امارت د کورنیو چارو وزیر ته!
دوکتور صلاح الدین سعیدی
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته اما بعد!
د پاکستان وجودي ماهیت او د افغانستان سره ددوی د ګټو تناقض او دپاکستان په تأریخ کې د پاکستاني افغان ، نظام ړنګونکو سیاسیتو په پایله کې د طالبانو حاکمیت ته ېوه مرحله کې پاکستاني استابلشمنت، کار وکړ!
داچې اوس د پاکستان د دفاع وزیر تاکید کوي چې افغانستان کې جهاد جهاد نه وو، د سترو قدرتو جګړه وه او پاکستان په کې د ډالرو د حصول، رول اداء کړای، ريښتیا وايي!
هو دوی د افغان مجاهد ولس ته له اوله او له سره او تر دې دمه د همدې موخې، د پېسو او د وینو تجارت کړای او کوي، ددوی جهاد نه وو او نه دی. دوی دغه برخه کې د خپل ضمیر ما فیها بیانوي او دغه اظهار کې صادق دي!
هو افغان ملت د خپلې آزادۍ او د اسلام نه ددفاع جهاد کړای او کوي! د افغان ملت جهاد زمونږ ویاړ دی!
جناب سراج الدین حقانی صیب! ستاسې تأکیدات د پاکستان د استابلشمنت افغان ضد او نظام براندازه سیاست ادامه ده او دا کومه نې خبر نه ده! پاکستاني استابلشمنت افغانستان ته له سره حاکمیت نه پریږدي او د افغانستان استقرار او پر مختګ، نه شي منلای! نو افغانان او جهان باید په پراخه کچه په دې منطق کامل سمبال او دا حقایق باید ورته ورسېږي او شکر دی دا منطق اوس عام شوای دی!
د سیمې هېوادو ته ستاسې وړاندیز چې د خبرو اترو معنا داره پلیټ فورم پر جوړلو معنا داره فرصت برابر کړای شي، باید ووایم که دافرصت کې بیا هم همسایګان برلاسی ولري ، چې د ستاسو د وړاندیز له قصده پرته، همدا پایله لري، نو بیا له همسایه هیوادو نه دومره تمه نه ده په کار! مونږ د بن کنفرانس چې د پردو د استخباراتو د اجنتانو حاکمیت یې افغانستان کې جوړ کړ، بدې تجربې لرو!
تاسې ته په کلکه وړاندیز کوم چې ددې پلاتفورم د جوړولو لپاره په داخلي کچه او د خپلو افغانانو تر مېنځ، معنا داره کار په کار دی!
مشخص او ځانکړي وړاندیزونه شته او دا ېوه پروسه غواړي! مقدماتی، وسطي، او اوږد مهاله برنامې ته اړتیاء شته!
که پر خپل دغه وړاندیز جدي یاست او د ۵ تېرشوو کلو فرصت د وقت ضایع کول وو، چې وو، نو دلته مشخص او ځانګړي هڅې، نسخې او د عملي اقدام لپاره لا فرصتونه شته! وړاندیزونه لرو چې که پر هغو بحث وشي او په نظر کې ونیول شي نو له خبرو به عمل ته راشو!
و جزاکم الله خیراً
داکتر صلاح الدین سعیدی
۲۷/۰۲/۲۰۲۶
۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸
نوشتن دیدگاه
دیدگاهی بنویسید
برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید.
مطالب مرتبط
پر بیننده ترین مقالات
مجلات و کتب
پیوند با کانال جام غور در یوتوب
صفجه جام غور در فیس بوک
Problem displaying Facebook posts.
Type: OAuthException
Subcode: 460
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور