X

آرشیف

د «احمد تفسیر» (۳۰مې سپارې) پښتو ژباړه چاپ او خپره شوه!

 

د لیکوال یادښت:

الحمد لله د هستۍ د رب لورېینه ده چې ما ته یې دا توفیق او بریا په برخه کړه چې (احمد تفسیر) په دري ژبه په ۱۲ ټوکه چې هر ټوک په اوسط ډول په ۱۲۰۰ پاڼو کې ترتیب دی، په روان او سلیس متن، په پوره امانتدارۍ او د ټولو موجودو ژباړو او تفاسیرو له تجربو څخه په ګټه اخیستو د اوسنیو لوستونکو د اړتیاو او شته پوښتنو په نظرکې نیولو سره په ډېره لوړه کچه تنظیم او په عالي قطع او صحافت کې چاپ او خپور کړم.

د دې تفسیر د دري متن کار چې په (۲۰۱۷ز) کال پیل او په  (۲۰۲۴ز) کال پای ته ورسېد، ماته لوی او رسالتمند کار او یوه عیني اړتیا ښکارېده. د قرآن کریم د نور د اشاعې په برخه کې دا بریا او رسالت زما د افتخار وړ لاسته راوړنه ده چې د الله تعالی په دربار کې د شکرانې ترڅنګ خپلو ټولو همکارانو او ځان ته د اجر استدعا او غوښتنه کوم.

په دري ژبه د (احمد تفسیر) له بشپړېدلو وروسته (۲۰۲۴ز) د مکررو غوښتنو او سپارښتونو په سلسله وتوانېدلو د دې تفسیر دیرشم جز په اردو او پښتو ژبو وژباړو او خپور کړو. د لمړۍ سپارې اردو او پښتوژباړه او په یوه جلد کې د قرآن کریم د بشپړې پښتو او دري ژباړې کار ان شاء الله تعالی په عالم أسباب کې د دوستانو او همکارانو په مرسته د بشپړېدلو په حال کې دوام لري او ډېرې برخې یې چاپ ته آماده شوي هم دي.

قرآن عظیم الشأن د انسانیت لپاره هغه لوړ او ستر لارښود او رهنما دی چې انسانان یې له کفر، ګناه او جهل څخه د ایمان، تقوا، د صورت او سیرت داخلي او ظاهري پاکۍ او د دارینو د نجات لارې ته رهنمایي کړي دي.

الله تعالی قرآن عظیم الشأن په زړونو کې د شک او شهوتونو له ناروغیو څخه شفاء او علاج  ګرځولی دی او د همدې قرآني هدایاتو له لارې یې انسان ته علم او یقین ورکړی دی. قرآن کریم د روحي رنځونو برسېره د بدني ناروغیو او دردونو لپاره هم شفاء ده.

الله تعالی قرآن کریم د ټول بشریت لپاره د هدایت وسیله ګرځولی دی.

الله سبحانه وتعالی په قرآن کریم کې په دې اړه ارشاد فرمایي: «يَهدِي بِهِ ٱللَّهُ مَنِ ٱتَّبَعَ رِضوَٰنَهُۥ سُبُلَ ٱلسَّلَمِ» (المائدة: ۱۶). الله جَلَّ جلاله د قرآن په وسیله هغه چا ته هدایت کوي چې د هغه رضا لټوي او هغوی د أمن او نجات لارو ته دعوتوي. یعنې که څوک د الله تعالی رضا غواړي او د هغه حکمونه مني، الله به ورته د حق، خیر او سلامتیا لارې وښيي.

لکه څنګه چې مو یادونه وکړه، د پورته لنډو تأکیداتو او معلوماتو پر بنیاد دا ښکاره او واضحه کیږي چې قرآن کریم د انسانانو د دنیوي او اُخروي نجات او بریالیتوب لوړ ترینه او بهترینه وسیله ده.

قرآن کریم خلکو ته د نیکۍ او جنت ته د رسیدلو لار بیانوي. د دې لارې انتخاب ته یې هڅوي او له هغې لارې څخه یې په أحسن او افضل ډول منع کوي چې د عذاب سبب کېږي.

د قرآني انوارو د رسولو په موخه او مقصد کې یوازې پر الله تعالی اتکاء کوو، پرهغه ستر لایزال جل جلاله ایمان او باور لرو او پر هغه توکل کوو، له هغه ستر ذاته تمنا او استدعا کوو چې ما او زما ټولو همکارانو او مساندینو ته د دې کار د بشپړولو آسانتیا ورپه برخه کړي، ستر مغفرت او د خیر او رسالت د ادا کولو په مسؤولیت کې یې بریالي ولري!

زه باور لرم چې د الله تعالی په دربار کې هرڅه شته او که الله تعالی دا کار مونږ ته آسان نه کړي، هېڅوک یې نشي کولی او هېڅکله به د خېر، صلاح او فلاح موخې اوهدف ته ونه رسېږو.

گرانو لوستونکو!

یو ځل بیا زه له خپلو درنو وروڼو، خویندو او پوهانو، په ځانګړې توګه له دکتور صلاح الدین سعیدي «سعید افغاني» او محترم انجینر عتیق الله یاسر او په ژباړه کې له محترم حامدالله «ستون» وروڼو څخه مننه کوم چې په پوره حوصلمندۍ یې ما ته خپلې علمي مشورې او نظریات راکړي او په عالم أسباب کې یې مرسته راسره کړې، تر څو دغه ستر د خیر او رسالت کار د بشري ممکنو محدودو امکاناتو په چوکاټ کې بشپـړ شي.

همدا راز له خپلې مهربانې مېرمنې څخه چې زما سره یې په دغه برخه کې هر اړخیزه مرسته کړې، مننه کوم. دوی او ټولو همکارانو ته د الله جل جلاله له درباره ستر أجرونه  استدعا او تمنا کوم.

همدارنګه له خپلو بچیانو او اولادونو هر یو احمد سعیدي، عزیزالدین سعیدي، نجیب الله سعیدي، سید مسعود پرواني او خپلو وروڼو انجینر رفیع الدین سعیدي او دکتور مصباح الدین سعیدي له مرستو او دعاو څخه هم مننه کوم. له دې فرصته په ګټه اخیستو له خپلو عزیزانو حمزه سعیدي، هارون سعیدي، موسی سعیدي، ډیوې سعیدي، بي بي جیدا سعیدي، بي بي نیګینه سعیدي، صومعه سعیدي، جنه سعیدي، سوره سعیدي، نوره سعیدي، او آدم، شمس الدین شکوري او قاضي نثاراحمد (مصلح) څخه هم یوه نړۍ مننه او د سترو أجرونو تمنا او استدعا کوم او د لوی الله له درباره څخه دوی ټولو ته د جنت فردوس تمنا او استدعا کوم. دوی زما سره د دې تفسیر په مختلفو برخو، چاپ او نشر کې مرسته کړې ده.

له الله تعالی څخه غواړم چې د خپل کتاب قرآن عظیم الشأن او دین زموږ ټولو لپاره د نیکۍ او هدايت وسیله کړي او وتوانیږو د الله تعالی کلام د خپرولو، د هغه پیغام او هدایاتو د رسولو او پوهېدلو په اړه زموږ پوهه او هڅه نوره هم زیاته او د بریاو جوګه کړي.

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ.
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا ۖ إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم ، وَتُبْ عَلَيْنَا ۖ إِنَّكَ أَنتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ .

 آمین یا رب العالمین

امین الدین «سعیدی – سعید افغاني»

کولن، جرمني

میزان میاشت، کال ۱۴۰۲ هـ ش (۲۰۲۳ ز)

 

 

زېری، زېری، زېری!

د ستر، رحمن او رحیم الله (جل جلاله) په فضل او مرسته، د «احمد تفسیر» (۳۰مې سپارې) پښتو ژباړه چاپ او خپره شوه!

په ډېرې خوښۍ او ویاړ سره، ټولو عزیزانو، مشرانو او کشرانو ته دا زېرى وړاندې کوو چې د قرآن کریم له مهمو او معتبرو تفاسیرو څخه یو ارزښتمن اثر، یعنې «احمد تفسیر» (دېرشمه سپاره)، اوس په روانه، باکیفیته او معیاري پښتو ژباړه چاپ او ستاسو خدمت ته وړاندې شوی دی.

دا ستر علمي تفسیر د محترم شیخ امین‌الدین سعیدي (سعید الافغاني) د کلونو تحقیق، تتبع او څېړنې پایله ده، چې په دري ژبه په ۱۲ ټوکو کې لیکل شوی (هر ټوک شاوخوا ۱۲۰۰ مخونه لري) او د قرآن عظیم‌الشأن د علومو او مفاهیمو یوه بډایه خزانه ګڼل کېږي.

د دېرشمې سپارې پښتو ژباړه د دروند، بااستعداده او علمي شخصیت محترم حامدالله «ستون» له خوا په ډېر دقت، ژور درک او لوړ علمي معیار سره په شاوخوا ۱۱۵۰ مخونو کې بشپړه شوې او الحمدلله اوس چاپ ته رسېدلې ده.

دا تفسیر د اسلامي نړۍ په سترو او معتبرو کتابتونونو کې ثبت او راجستر دی، لکه:
مدینه منوره، مکه مکرمه، بیت‌المقدس، جامع الازهر (مصر)، قطر، استانبول، بغداد (د امام ابو حنیفه رحمه‌الله کتابتون)، او همدارنګه د افغانستان په پوهنتونونو، مدارسو او علمي مرکزونو کې د لوستونکو له پاره شتون لري.

د دې تفسیر ځانګړنې:
▪ د قرآن کریم مفاهیم په ساده، روان او واضح ډول وړاندې کوي
▪ د علماوو، محصلینو او عامو لوستونکو لپاره ګټور او مناسب
▪ یو بااعتباره علمي اثر چې په نړیوالو اکادمیکو مرکزونو کې ثبت شوی
▪ د قرآن د پوهاوي لپاره یو باوقاره او ارزښتمن انتخاب

درانه لوستونکي کولای شي دا تفسیر په کابل کې له لاندې پتې ترلاسه کړي:

📍 پته: کابل، د ولایت مقام سړک، بلال مارکېټ، ۸ نمبر دوکان
📞 تیلفون: 0093799823193
📞 0093786241264

د حق د لارې کلتوري مرکز

 

 

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.