آرشیف
دموردورځی په مناسبت ددوستی فرهنگی ټولنې دمبارکی پیغام
حبیب الله غمخور
روز مادر را به همه مادران قهرمان افغان مبارک باد
نېکمرغه دې وي د موروياړلې ورځ
دامورده چي په يولاس ځانگو اوبل جهان ځنگوي
بسم الله الرحمن الرحيم
ودرنوخويند اوميندو!
تر هر څه وړاندي تاسو پتمنوميندواوخونيدو ته دمور دتاريخي ورځې له امله دزړه له کومي مبارکی ،نيکي هېلي اودرناوی وړاندې کوواوتاسوټولوباغيرته ميندوته دلوي څښتن له دربارنه دهوسا اوبسيا ژوندغوښتنه کوو.
وياړ په تا اي غيرتی مور ې !
روز پر میمنت مادر این نماد مهربانی وعطوفت رابه شماوتمام مادران بزرګوار ورنجديده مهین درسراسر ی جهان تبریک وتهنیت ګفته ارزو ی صحت ،سلا متی وبهروزي به همه مادرا ن عزیز تمنا داریم .
زموږ په هيوادکې دنهولسېزوراپدې خوا دجوزا پر ۲۴ دموردورځې په مناسبت غو نډي جوړېږي اوپدې ورځ دمور دزيار اوزحمت اوددې ددرانه مقام په هکله خبري کيږي .
زموږپه هيوادکښي ترډيره بريده دمور ورځ په دولتی بڼه لمانځل کيږي ،ځکه زموږ دولس غوځ اکثريت نالوستی دئ ،پدې خاطردنوري نړۍ پشان دموردورځي ياد اوپدې ورځ هغې ته ډالۍ ورکول يوازي په هغوکورنيو کښي تر سره کيږي چي دسوادنه برخمن وي اوپدې پوه وی چې بايد پدې ورځ دمور ځانگړی درناوی وشي .
اغلو!
که دبشري ټولنې تير تاريخ ته نظرواچووداسي ولس به ونه موندل شي چې مورته دقدراودرناوي په سترگه ونه گوري . مگر په رسمي اوعام ډول دا(( ۱۰۸)) کاله کېږي دنړۍ په ټولوهيوادونوکې دموردورځی په نامه دهغې دزحمتونو اوتلاښونو قدرداني کيږي ،کوم چې مور دخپل ماشوم دلويولو اوروزلو په لارکې ګاللي دي .
مگر له بده مرغه په افغانستان کې له ۱۹۹۲ کال نه تر ۲۰۰۱ کال پوري دموردورځی نوم چاپرخوله نشو راوړاي اوزموږ دهيوادله کال هنداري نه دمور ورځ پاکه سول . کله چې دطالبانو رژيم نسکورسو دښځو دحق او حقوقوخبري يوځل بيا ددولتي چارواکوپرخولې سوې اودهيوادپه کالهنداره کښي دموردورځې ياد تازه سو،دټولوناخوالوسره دولتي مشرتابه داسي تبليغ کوي چې گواکې ښځوته حق ورکړل سوی اوددې پروسې پياوړتياته ځانگړې پاملرنه کيږي .مگر متاسفانه په حقيقت کښي تراوسه لا دکليمې په واقعی مفهوم زموږ دهيوادښځو ته دهيوادپه سياسي،اقتصادي،اجتماعي اوفرهنگي ژوندکي دفعال او برابرگډون امکانات ندي برابرسوی .
له بدمرغه له ډله ايزورسنيونه نيولې بياپه ټولودولتي ادارو اونوروټولنيزوسازمانوکښي دښځودکاراوفعال گډون په وړاندي دښځو دحقوقوپر خلاف دهمدددولتي چارواکي اوزورواکان په يوه اوبله بهانه پاټکونه جوړوي اوغواړی چې زموږ خويندي اوميندي دمنځنيوپېړيو په ددوله هرڅه نه محرومي پاته وي .
زموږ ميندي اوخويندي ترهرچازيات په ډيرو بدواوزړه بوږنوونکو شرايطو کي ژوندکوي . زموږله بېوزله اوکړېدلو ميندو څخه سوکاله ژونداوخوښی دقدرت پر سردجگړې دوام وړېدي .
همدې لعنتی جگړې له دې نه دژوندملگری،لور اوزوي اخيستۍ اودائې دژوندله ټولوهغونعمتونه محرومه کړې کوم چي ديوه انسان حق دی .
په دې تېرودريولسيزوکي داسي ورځ نه ده ماښام سوې چې دافغاني مورچېغه دې آسمان ته نه وی پورته سوې اوترسترگودې اوښکي نه وي څڅېدلي ،که دا دڅولسيزواوښکي راټولې کړو دريابونه به ترې جوړسی .
اوداسي ورځ هم نسته چې په هغې کښې دي دې پتمي موراوخورته سپکاوی نه وي شوی اويادې ددې پر انساني حقوقواويا عزت تيرئ نه وي شوئ .
داسې ورځ نه ده تېره شوې چې څوميندي دې پکې بورې نشي اودخپل زړه دټوټې اوياژونددملگرې زنې دې وه نه تړي .
له يوې خوا ئې ددولت مخالفين داسلام ددفاع په نوم په ځان وژونکوواسکټونواودبلې خوائې بياداسلامی اوعنعنوی دود نه په ناوړه استفادې سره دښځوژوند تريخ کړئ اودوي یې له مدنی اوټولنيزوسوکاليونه محرومي ساتلي دي .
همدا اوسني دولتی چارواکي چي دخپلو لاسته راوړنو يوه لويه بېلگه دښځودحقوقو اوآزاديوتظمين بولي، بياهم دافغاني ښځوپه مقابل کي زورزياتی،پر پېغلواو وړو ماشومانوبې شمېره جنسی تېری،دوسله والوکسانولخواپه زور ودونه اوپه بدوکې دښځواو پېغلوورکول،له ښوونځيودماشوموانجونو راگرځول ،دښځينه شاگردانومسمومېدل، دکار په ځاي کښي دښځوتوهين ،ناوړه جنسی استفادې ته مجبورول زموږ دغيرتی ميندواوخويندوژوند اوعزت له جدي گواښ سره مخامخ کړی دی .
زموږ دهيواد غوڅ اکثريت ښځې اوپيغلې دتعليم،تحصيل اونارينه سره دگډ اوبرابرکاردحق اوحتا دسرنويشت دټاکلو،خپلي ارادې او عقيدي دبيانولوڅخه محرومي دي .
زموږ په هيوادکې دعنعنونه په ناوړه گټه اخيستنې افغانې ښځې تر بل هرهيواد دژوندله ټولوسياسي،اجتماعې، فر هنگې آزاديو اوحقوقوڅخه محرومي پاته سوی دي او په ټولنيز ژوند کښي دښځو ومقام او ارزښت ته په ټيټه سترگه کتل کيږي .
خوله نېکه مرغه اوس يواوبل ځاي دزورواکانو اودولتي چارواکوددغوغير عادلانه کړونواوتېريو په وړاندي افغاني مېرمني چوپه خوله ندې ناستي،دنړۍ دنورو ښځو اوميندو په شان يې دخپل روا اوانساني حق څخه ددفاع په خاطر ږغ اوچت کړی او پدي لارکښي قربانۍ ورکوی .
زموږ په عقيده يوازي جشنونه ،په پارلمان اوڅو دولتي اداروکې په سمبوليکه بڼه ښځو ته دمحدوي ونډې ورکول ،دبهرنيانو دخوښی لپاره په لويو او وړغونډوکي دڅوښځورابلل دهيواد دنيم نفوس هيڅ درد نشي دواکولای .
دولتي چارواکي اوپه سرکي ښاغلی ډاکتر اشرف غنی دجمهوررئيس په توگه ملي او اسلامي مسوليت لري چې دافغانوښځوله روا حقوقونه دقانوني مسوليت له مخې دفاع اوساتنه وکړي . اوداسلام دپاک دين په رڼاکي دهغوي په وړاندي دهر ډول تبعيض،تعصب ، جنسي ستم اوتيري مخه ونيول شي.
ښځو ته دهيواد په ټولو دولتي او غير دولتي ادارو او مؤسسو کي دنارينه و سره دگډکارحق ، په مرکز او ولاياتوکي دمور اوماشوم دحمايې په منظور ځانگړي ادارې او په ټول افغانستان کي د امکان تر بريده وړکتونونه اوماشومانو ته دشيدو ورکولوخوني جوړ ي سي .
موږ پر ملي شخصيتونو،سياسي اوټولنيز سازمانو،مدني ټولنو د بشردحقوقونړيوال سازمان اونورونړيوالوسازما باندي نوږغ کوو چي په افغانستان کښي دښځودژوند زورونکی اوخراب حالت ته جدی پام راواړوی اوددوي انساني اورواحقوقوتامين ته جدي پاملرنه وکړي .
دښځوسره په يوه اوبله بهانه دتعصب نه ډکي کړنې،په ټولنيز ژوندکښي ددوي دفعال گډون دپرختگ پر وړاندي پاټکونوجوړول، اوغيرانساني کړنې بايد له قانون اوبشردحقوقو سازمان دنړيوالی اعلامې څخه سرغړونه و گڼل شي .
افغاني ښځی بايددمنځنيو پېړيوله بنسټپاله تعصوبونواوخرافاتوله منگولوڅخه نجات ومومي اودويته ديوې باشرفه،سپيڅلي، افغاني اومسلماني مور اوخور په توگه دهيواد په بيا جوړونه کښي دنارينه ووسره يوځاي اوږ ه په اوږه دفعا ل گډون زمينه برابره شي .
دمورعزت دځان ،وطن ،ناموس اوتاريخ عزت دی راسئ دا عزت په گډه وساتو،درناوی ئې وکړواوددوي دخوښيواو ښېرازيوهر ډول امکانات برابرکړو. ومن الله التوفيق
ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې مشر
حبيب لله غمخور
د ۱۳۹۴ ل کال دغبرګولی ۲۲ – مه
سويډن دمالمو ښار
نوشتن دیدگاه
دیدگاهی بنویسید
برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید.
مطالب مرتبط
پر بیننده ترین مقالات
مجلات و کتب
پیوند با کانال جام غور در یوتوب
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور