پوهنمل حاجی محمد نوزادی

نن می بیا د زړه دردونه
لګوی سره څراغونه
لکه ښخ چی په سینه کی
وی بیرحمه خنجرونه
ژړبخن کړی راته ټوله
د راتلونکی اُمیدونه
تجربه می درته وایم :
کړه دی خلاص د زړه غوږونه******
په سینه کی درد پیدا شی
کیڼ بازو کی شاوخوا شی
هم چپه اوږه را ګیر کړی
اهسته غاړی ته را شی
لکه درد چی د غاښو وی
بیا و زامی ته بلا شی
همدغه یی نښانی دی
د زړه حال تری برملا شی
همزمان ورسره لوړ شی
دا د وینی فشارونه******
څو چی توان وی مخ یی نیسه
لوړ فشار مرموز قاتل دی
دم قدم کی نیښ در جګ کړی
د لستوڼی مار دی خپل دی
چوپه خوله خنجر په لاس کی
لوی دښمن دا له ازل دی
کله ښه وی خبر درکړی
پرله ګرځوی سرونه******
سورڅراغ دی خبروی دی
ګویا لار کی درته بل دی
وایی پام کړه ! لیڅی نغاړه
وخت راغلی د عمل دی
هله ژر شه ! چاره وکړه
کنه پایله یی اجل دی
که ته لاس تر زنی کښینی
لاس په کار شی ازلونه******
یوه ښه چاره یی داده :
تابلیت(*) ژبی لاندی کښیږده
پام دی وی وارخطا نه شی
مه ډاریږه او مه ریږده
شاوخوا دوستان خبرکړه
او کارونه ورته پریږده
چی ډاکتر لره دی بوزی
ورته ووایه حالونه******
که تابلیت در سره نه وو
په ټوخلو کړه لاس پوری
ټوخه ! ټوخه ! په ژوره
خیر که هرڅوک درته ګوری
دا یی هم یو ښه چاره ده
له حملی څخه دی ژغوری
تر ډاکتره رسیدای شی
نور به دی وخوری غمونه******
چی د زړه رګونه بند شی
عضلی یی بی پیوند شی
انقباض او انبساط یی
ترعادی حالت په ځنډ شی
وینه ځای ته نه رسیږی
د هرغړی کار یی شنډ شی
بدن ټول شوله پوله وی
په یو دم ژوند ټول بیخوند شی
نوزادی وینا در یاد کړی
چی دردونه را څرګند شی
لوی ناورین پربدن راشی
خدای دی نه کړی بند رګونهډنمارک ـ ۱۰/ ۹ / ۲۰۱۳
(*) ـ د Nitroglycerin پنامه تابلیتونه که د نوموړو نښو نښانو پر وخت تر ژبی لاندی کښیښودل شی ، فورا تاثیر کوی او سړی دومره اراموی چی تر ډاکتره ورسول شی . دغه درمل د سپری په بڼه هم شته چی باید همدارنګه تر ژبی لاندی استعمال شی . لوړ نظم می تر ژورو ټوخلو او ددغه درمل تر کارولو وروسته چی تر روغتونه ورسیدم او د روغتون څخه بیرته کورته را رخصت شوم ، د وطنوالو د پوهاوۍ او خبریدو په موخه ولیکی . خدای دی دا اړتیا ڼه پیښوی چی په درد یی وخوری .
پر بیننده ترین مقالات
-
سلطان رضیه غوری
-
آب و هوای ولایت غور
-
بیوگرافی شهید محمد رفیق علم
-
اصطـــلاحــــات و واژه های شیرین لهجـهً غوری
-
شهر فیروز کوه مشهور ترین پایتخت سلاطین بزرگ غوری
-
زندگی نامه مختصر مرحوم سید محمد رفیق نادم رئیس بنیاد فرهنگی جهانداران غوری حوزه غرب
-
سرگذشت سیاه موی و جلالی
-
Muhammad of Ghor
-
نثار احمد حبیبی غـوری کیست؟
-
Minaret Of Jam
مجلات و کتب
جام غور در شبکه های اجتماعی
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور
دردونه