X

آرشیف

 

د پاکستاني استابلشمنت د فتنې او د دهشت او وحشت تمویل ۵ لسیزې زیاد روان دی او اوس یې الحمد لله ثمره خپله پاکستان د طبعي منطق او د منطقي وړاندې وینې سره ویني او اخلي! داچې په افغانستان کې د افغان طالبانو همسنګران نور دلته کوم خاص او ځانګړې اړتیا نه ویني، دا کومه نوې خبر نه ده! پاکستان ددې لپاره پوره مرسته کړې چې افغانستلن کې هر په أښو ولاړ حاکمیت ړنګ کړي او دادی اوس اوس نوي پړاو ته خبر رسیدلې! 

که افغان طالبان خپلو کې أخته او ضعیف وای او عمراني پروژو ته وخت نه لرلای، نو پاکستان به اوسنی موقف نه درلودلای! 

 

زما سفارش ، د حق او د عدالت سفارش داسې دی چې:  د حق مبلغین د پاکستان د موجودیت او نظام مبلغینو ته ولې په ناروا توګه د خوارجو اطلاق کول بې معنا او نادرسته خبر ده! ددې کایمې دږله استعماله ډډه وکړئ! 

خوارج  د اسلام په صدر کې د ټول ظاهراً ښه نیت سره، عمل کې ېوه فتنه ګره اسلامی فرقه وه چې باور او ګمان یې کاوه، چې د اسلامی امت د آزار او أذیت ټوله پړه په دیني مشرانو خلاصه کېږي او ده او له دې کبله دوی باید له مېنځه وېوړل شي او شهیدان شي! 

د پاکستان مرتده، متجاوزه او قاتله، منحرفه آرمي مخالفین له خوارجو سره څه تړاو لري او دا بې ربطه او بې مانا اصطلاح د ټي ټي پي په هکله هسې چټيات او بې ربطه او بې محتوا اصطلاح ده چې کارول کېږي او ېو شمېر یې لکه طوطیانو د جملې په سر او آخر کې کاروي او دا بې مانا چټیات تعمیموي! 

تاسې چې زمونږ د مطبوعاتو او د حق او مظلوم ملت او مظلوم انسانانو د عالم أسباب اوچت غږ او حقایق بیانوئ، لطفاً د ټ ټ پي په هکله د خوارجو د اصطلاح له کارولو ډډه وکړئ! 

مهاجر: 

ډیورند لاین، خیالي د کاغذ پر مخېو جانبه کرښه او سرحد نه وه او نه دی! 

افغان له آمو تر أباسینه پر خپله خاوره بې ځای شوای مظلوم او مجبور دی، هغه بې ځایه شوي افغان ته د مهاجر پاکستانۍ اصطلاح کارول خطاء او ناروا کار وه او دی!که هندي مهاجر د پارتیشن له کبله مهاجر ویل کېږي، هغه مږکې هم خبرې شته، خو اوس همدومره. 

داکتر صلاح سعیدی 

۸/۱۰/۲۰۲۵ 

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸

 

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب