X

آرشیف

افغان – پنجاب جګړه

 

د افغانستان – پاکستان ستونزې ژور تاریخي شالید لري، هر ځل انګریز پوځیان له همدې سیمو افغانستان ته ننوتلي وو، د افغان – روس جګړه کې پاکستان په سېمه کې د امریکا تر ټولو نږدې ملګری هیواد شو، اسلامي نړۍ بیا پاکستان ته د افغان جهاد د ملاتړي په سترګه او ښه نوم کتل.

پر افغانستان د امریکا/ناټو د یرغل پر مهال بیاځل پاکستان د امریکا/ناټو ترڅنګ ودرید، ډیری د القاعده او طالبانو مشران یې پر امریکایانو خرڅ او د ګوانتانامو تر زندان ورسيدل.

د لوړي او منځنۍ کچې هر دوېیم طالب؛ له امریکا/ناټو سره د افغانانو جګړې پر مهال د پاکستان د زندان د سختو شکنجو خوند کتلی.

پاکستان تمه درلوده چې هغه ډول معامله به بیاځل د دوی نصیب شي کوم چې د افغان – شوروي جګړې پرمهال یې د افغان مجاهدینو په نه شتون کې؛ د ډاکټر نجیب له حکومت سره د روغې او جوړې تړون لاسلیک کړ، دا ځل یې تمه درلوده چې د طالبانو په نیابت به له امریکا سره د سولې او طالبانو د تسلیمۍ تړون وکړي. طالبانو ځیرک سیاست مخکې یووړ، سیاسي رهبري یې له اسلام اباد څخه په مهارت وایستله او سیاسي دفتر یې له امریکا سره د خبرو لپاره دوحه کې پرانیست.

همدارنګه د افغان طالبانو مشرتابه وتوانېدل چې پاکستان کې د تحریک طالبان په نوم ډلې مشرانو سره له پېله ښې اړیکې، ښه چلند او نفوذ ولري، تر څو د اړتیا صورت کې له همدې لاري هم پر پاکستان فشار وارد کړلای شي.

کله چې طالبان واک ته ورسېدل، د پاکستان د پوځ او پټو کړیو بشپړه تمه دا وه چې طالبان به په سېمئیزو او نړیوالو اړیکو کې له دوی سره مشورې او تفاهم غوره کړي.

هند هغه مهال شوک وخوړ چې امریکا او طالبانو د بهرنیو پوځیانو د وتلو اړوند مخامخ خبرې پېل کړي، هند ډیره هڅه وکړه چې په چټکۍ او دقت د طالبانو اړوند تګلاره کې تغیر ومني.

کله چې طالبان واک ته ورسېدل، د تمې او اټکلونو خلاف، دا ځل له هند سره په اړیکو کې ډیر پرمختګ وشو، برعکس د پاکستاني طالبانو اړوند د پاکستان ادعا “چې افغانستان کې شتون لري او له افغانستان څخه د پاکستان خاورې ته ننوځي، بریدونه کوي” همدارنګه د طالبانو ادعا “چې د داعش مشرتابه او افغانستان کې د بریدونو د پلانونو مرکز په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې دي” ددې لامل شوه چې د افغانستان او پاکستان اړیکي د دښمني او مخامخ بریدونو کچې ته ورسیږي.

د منظور پښتین لویه غونډه، د پاکستان د پوځ او پټو کړیو په ګمان” چې پاکستاني طالبان به په پښتنې سېمو کې له پښتنو ځوانانو سره په جګړه کې ښکېل شي”، مګر پاکستاني طالبانو له پوره ځیرکتیا څخه کار واخیست، ځان یې له پښتنو ځوانانو سره ټکر ته چمتو نه کړ، پایله دا شوه هغه ځوانان چې کلونه یې له پاکستاني طالبانو سره د یوځای کیدو مخه نیول شوې وه، همدا ځوانان به ډله ډله له پاکستاني طالبانو سره یوځای کیږي او یا به یې په کوم ډول حتمي مرسته کوي.

پاکستان – امریکا

کله چې طالبان واک ته ورسېدل، امریکا یې په اړه له احتیاط ډکه تګلاره غوره کړي، چین هڅه وکړه چې د پاکستان او طالبانو اړیکي ورغول شي، روسیې او ایران له طالبانو سره د ښو او نږدې اړیکو تګلاره خپله کړه.

امریکا کې د جوبایډن ادارې ټول پام د اوکراین جګړې ته و، د افغانستان اړوند یې ډیره لیوالتیا نه درلوده، کله چې ډونلډ ټرمپ واک ته ورسيد، د اسرائیل – حماس جګړې زور واخیست، د اسرائیل – ایران اړیکې ترینګلي او تر جګړې ورسيدي، همدا وخت و چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر له ټرمپ سره په لېدنه کې ټټر ورته وواهه چې په هر حالت کې به د امریکا ترڅنګ دریږي، که ټرمپ ورڅخه وغواړي چې پر ایران هوایې برید وکړي، دوی چمتو دي.

په همداسي یو وخت کې عاصم منیر له ټرمپ څخه وغوښتل چې د افغانستان اړوند که پاکستان هر تصمیم نیسي، دا دي د پاکستان د نفوذ ساحه وپېژندل شي، ټرمپ سر ورسره وښوراوه.

دوېیم ځل چې بیا هم عاصم منیر او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له ډونلډ ټرمپ سره ولېدل، دومره یې سرونه ورته ټیټ کړل، ملکي لومړي وزیر ورته نظامي سلامي وکړه، او عاصم منیر د پخوا په څیر د ایران اړوند د هر خدمت ټټر وټکاوه، مقابل کې یې له ټرمپ څخه بیاځل او په تکرار وغوښتل چې افغانستان د دوی د نفوذ ساحي په لسټ کې درج کړي.

پاکستان او وسلوالې ډلې

د پاکستان د پوځ خلاف د تحریک طالبان پاکستان جګړه له کلونو راهیسي روانه ده، په لومړیو کې طالبانو د پاکستان په غوښتنه هڅه وکړه چې ترمنځ یې جوړجاړی وشي، پاکستاني طالبانو ډیر نرم او عادي شرایط درلودل، مګر د پاکستان پوځ یې پرته له شرطه د وسلې په ځمکه کیښودلو غوښتنه کوله، بالاخره پاکستان پر افغانستان فشار زیات او له افغان حکومت یې وغوښتل چې پاکستاني طالبان لاس تړلي ور تسلیم کړي، افغان حکومت وایې چې دلته یې پټنځایونه نشته، ورسره کښینۍ او د خبرو له لاري ستونزه حل کړئ.

بلوچان هم له څو لسیزو د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره د پاکستان د پوځ په وړاندي وسلواله جګړه کوي.

په وروستیو وختو کې کشمیریانو هم د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره لاریونونه پېل کړي.

افغان حکومت ادعاء لري چې پاکستان یې په وړاندي داعش ډله تقویه کوي، په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې روزنیز کمپونه لري.

 

د جګړې لپاره فتوی

افغانانو هر وخت د پاکستان له ولس سره ښې او نږدې اړیکې ساتلي، د مسلمان او ورور په سترګه یې ورته کتلي، پاچا ظاهر خان ونه غوښتل چې په بده ورځ “چې کله بنګال له پاکستان څخه جلا کيدی” پر پاکستان برید وکړي، مقابل کې هرکله پاکستان په بده ورځ د افغانستان ولسونه ځورولي دي.

پاکستان لویې مدرسې لري، ډیری مدرسې پاکستان کې دننه د جګړې خلاف دي او د پاکستان ضد شورش ته جواز نه ورکوي.  بلوچان د ملت پالنې او خپلو حقونو د ترلاسه کولو داعیه لري، پاکستاني طالبان په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو د عملیاتو او پښتنو سره د ظلمونو مقابل کې د جهاد داعیه لري.

کله چې افغان طالبان واک ته ورسېدل، د دوی مشرتابه، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مشرانو لخوا له کشرانو طالبانو وغوښتل شول چې د پاکستاني طالبانو په لیکو کې د پاکستان ضد جګړه ونه کړي.

جګړې د قومي جوړښتونو، د ملتونو، یا هم د یرغل مقابل کې کیږي، هره جګړه د یوې حقې داعیې له امله ګټل کیدای شي، مګر له پاکستان سره د افغانانو جګړه او یا هم له افغانانو سره د پاکستان جګړه، د قوم او ملت په نوم نه شي ګټل کیدای، تر څو د جګړې لپاره جواز تر لاسه نه شي.

د پاکستان له جوړښت بیا تر تیري اونۍ، هرکله چې پاکستان د افغانستان ضد چلند خپل کړی یا خو یې بریدونه کړي، په وړاندي یې افغان پوځ ته د وسلوال برید لپاره کومه فتوی نه وه ورکول شي چې مقابل کې یې جګړه مقدسه وګنل شي، وسلوال د جنت په نیت سرښندنه وکړي.

اوس چې واک کې علماء دي، دوی د بل چا فتوی ته اړتیا نه لري، همهغه و چې د ددي اونۍ په شروع کې یې پر پاکستاني پوځیانو/سرحدي ځواکونو بې رحمه بریدونه وکړل؛ له افغان طالبانو سره د جګړې د جواز پوښتنه ځکه نه وه پاتي، ویل کیږي چې د خپلو شیخانو په اجازه یې پر پاکستاني لوري برید پېل کړي، مګر هیڅکله داسي نه بريښې چې پاکستانی لوری به د پاکستاني حقه او غیر دولتي علماوو څخه داسي فتوی ترلاسه کړي چې د افغان ولس او افغان اردو مقابل کې د جګړې جواز ورکړي.

پایله دا شوه چې د افغان – پنجاب جګړې له امله نور پاکستاني او افغاني طالبانو سره به  د پاکستان د پوځ خلاف جګړې ته د فتوی او اجازي اخیستلو اړتیا هم له منځه یوړل شوه.  ښکاري چې پاکستان پر افغانستان د برید له امله لویه تېروتنه کړي، که جګړې ته دوام ورکوي، لا زیات زیان به ویني. ښه داده چې ټولې اړوند او را ټوکيدلي ستونزي د خبرو او مفاهمي له لاري حل، د افغان ولس سره د دښمني پرځای پر وړ چلند  باندي غور وکړي.

 

 

د جګړې ګټې او زیانونه

زيان

که خبره د الوتکو، بمونو او اټوم بم کیږي چې پاکستان یې لري او افغانستان تش لاس دی، ساده جواب یې دادی چې امریکا/ناټو تر پاکستان او بل هر هیواد پرمختللي الوتکي، بي ۵۲، ایف – ۱۶، د بمونو مور او هر ډول زروي، کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې په افغانستان کې وکارولي، مګر امریکا/ناټو ونه توانېدل چې د ټکنالوژي دا نابرابره جګړه د عقیدي او افغان ولس په وړاندي بریا ته ورسوي، بلکې امریکا شرميدلي ماتې وخوړله.

د فرضي کرښې ډیورنډ دواړو غاړو ته پښتانه میشت دي، دوی یو قوم، یو مذهب او یوه عقیده لري، دواړه لوري د پاکستان د پوځ او پټو کړیو په وړاندي حساس او تر ډیره یې په وړاندي وسلوال غبرګون ته چمتو ښکاري، بلخوا افغان طالبان په چریکي جګړو کې نږدې ۲۶ کلنه عملي تجربه لري، ها خوا پاکستاني طالبان او بلوچان هم له دې حالته ګټه پورته کولای شي، خپل بریدونه زیاتولي شي. پاکستان کې سیاسي او مذهبي ګوندونه هم د پوځ لخوا وخت په وخت ځپل شوي، تر ټولو لوی ګوند د عمران خان دی چې د پوځ په وړاندي دریدلي، دي ټولو مسایلو ته په کتو، ښکاري چې د افغان – پنجاب جګړه کې به ګټونکي افغانان وي ان شاء الله.

ګټه

پاکستان هڅه کوي چې د افغان طالبانو مقابل کې غیر پښتون افغان قومونه جګړې ته وهڅوي، طالبانو هم ونه شوای کولای په تیرو ۴ کلونو کې په کور دننه او بهر ټول او یا اکثریت افغانان راضي وساتي او یا په حکومت کې برخه ورکړي، د تعلیم برخه کې ستونزې، د ولسي خلکو پرمخ تړلي دروازي، د ژوند په ډیرو برخو کې محدودیتونه؛ له دي ټولو ستونزه سره سره، د پاکستان په وړاندي د طالبانو د جګړې ملاتړ هر افغان وکړ؛ هغه که په کور دننه او یا دباندي دی، که د طالب له تګلارو سره موافق او یا مخالف دی. له پاکستان سره جګړه به افغانان متحد او یو موټی کړي، پرته له شکه؛ د پاکستان د پوځ د اهدافو “د اوسني نظام کمزوري کول یا تغیر” خلاف، د جګړي له امله به  اوسنی نظام د ولس پراخ ملاتړ ولري، قوي به شي او عمر به یې لا زیات شي.

 

نظرمحمد مطمئن

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.